IQNA

په قران کې له صهیونزم سره جنګ/1

د اسلام د لښکر په جنګ کې آسماني او زمیني دوه روایتونه اوڅاره دي

13:52 - March 08, 2026
د خبر لمبر: 3492536
ایکنا_ قرآن کریم د ځمکنیو احصایو او تحلیلونو ترڅنګ،زمونږ په وړاندې د جنګونو د تحلیل لپارهنور اړخونه هم ښودلی دی .داسې آسمانی روایت چی له الهی سنتونو سره یو ځای رابرسیره کیږی او د بدلونود پوهیدا کلي او د مقاومت د چورلیز راز دی.

د یادښتونو په کړئ کې نیت لرو د ورویتیو پیښو تحلیل په تیره بیاپه ایران د امریکا او تیریګر صهیونیسټی رژیم وحشی ډوله حملې، د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې وسپړو.

که څه هم یوه پیښه له دوو اړخونو روایتولی شو: یعني یو زمیني روایت او بل هم آسماني روایت. د مثال لپاره ، د یوه جنګ په تحلیل کې یو مځکنئ یا زمیني روایت  شته  چې په هغو کې یوه برخه د احصایو ده ؛ دا چې څومره توغندي وتوغول شول یا د  دښمن څومره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه روایت یو زمینی منطق لري. قرآن کریم هم په دې باب فرمائي؛، وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّة وَ مِنْ رِباطِ الْخَیْلِ؛

    (انفاق سوره ـ60)

؛د جنګ ډګر ته واریدیدا باید په سټراټژئ، منطق او لازمو تجهیزاتو سره یو ځای وي او باید  په پټو سترګو  ګام پورته نشي::.

البته دا د پیښې یوازې یوه برخه ده. ددې ترڅنګ یو آسماني روایت هم شته ؛  دغه آسماني روایت په قرآن کریم کې ډير مثالونه لري. د مونږ لپاره ئې یو ژوندی مثال  د عاشورا پاڅون او د امام حسین علیه السلام سیرت دی. په مځکني روایت کې هم حضرت امام حسین علیه السلام  له خپلو وفادارو ملګرو سره یو ځای شهید شو  او د هغو اهل بیت اسیران شول،خو په آسماني مکتب کې د سید الشهدا(عّ) مکتب  د اسلامی امت د نجات او هدایت کشتئ شوه.

 په ایران کې په ورستیو پيښو کې له ټولو سختیو ، ترینګلتیاؤ او  هغو شهیدانو سره سره چې خپل ژوند ئې ددغه ټاټوبي له خاورې قربان کړل، باید آسماني روایت ته توجه وکړئ شي. که څه هم د مځکني اوآسماني روایتونو دوه اړخونه  د اسلام د لښکر د بریالیتوب او کامیابئ ځیری ورکوي ، خو هغه څه چې ایماندار لاهیله مند کوي او لاپریکنده دي ،د الهي سنت مطالعه  او د  جنګونو آسماني روایت دی. 

captcha