
ایکنانیوز راپور راکوی د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسي قانون له مخې، د هیواد رهبر باید د رهبری د خبرګانو شورا له لورې وټاکل شي، یوه داسي شورا چي په کښې دیني عالمان او فقیهان او متفکران پکې شامل دي او د خلکو په مستقیمو رایو سره، د شورا د غړو په توګه انتخاب شوي دي
یعني په حقیقت کې خلک لومړی د خبرګانو شوری استازي ټاکي او بیا دغه خبرګان دي چي د هیواد د رهبر د ټاکلو مسئولیت په غاړه لري.
په دې خاطر کله چي د خبرګانو شورا یوه کس د رهبر په توګه ټاکي، دا انتخاب باید د یو لړ علمي، مدیریتي او استراتیژیکو معیارونو له مخې وي،
د ایت الله مجتبی خامنه ای د ټاکل کېدو د پریکړې په هکله څو مهم عوامل مطرح شوي،
لومړی د هغوی علمي او حوزوي مخینه.
هغه کلونه کلونه د قم په علمیه حوزې کې تحصیل کړی دی او د اسلامي جمهوریت په علمي او فقهي سنت کې ئې روزنه تر لاسه کړې ده، یوه داسي ماحول چي اکثره دیني مراجع او رهبران په کښې روزل شوي دي.
دوهم، د اسلامی نظام د جوړښت په هکله ژور لید
هغه د تېرو لسیزو په موده کې له نژدې څخه د اسلامي جمهوریت د پریکړو او فیصلو په لارو چارو سره، له نژدې څخه بلدتیا موندلې ده، او د هیواد پیچلي سیاسي او امنیتي مکانیزمونه ښه پېژني.
دریم، د هیواد له مهمو ارګانونو سره اړیکې او بلدتیا
د اسلامی انقلاب له سپاه پاسداران،پوځ او له ورته نورو مهمو او استراتژیکو ارګانونو سره، د هغوی بلدتیا، سبب شوی ده چي د ایران او د سیمې له امنیتي واقعیتونو څخه ښه معلومات او پوهه ولري.
او څلورم، اوسني ځانګړې حالات
ایران نن سبا په یوه پیچلې او له شخړو ډک ماحول کې دی.
له پراخو بندیزونو او اقتصادي فشارونو څخه رانیولې بیا تر سیمه ایزو سیالیو او رسندوئې امنیتي جنګونو پورې
په دغه شان حالاتو کې، ډیری خلګ په دې باور دي چي هیواد داسي رهبر ته اړتیا لري چي هم د اسلامی انقلاب فکري میراث سره بلد وي او هم نوې نړیوالې ننګونې وپیژني.
په دې خاطر، د خبرګانو د شورا له لورې د ایت الله مجتبی خامنه ای ټاکنه، د ځینو شناندو لپاره د ایران په داخلي او بهرني سیاست کې د یوې استراتیژیکې لارې د دوام په معنا ده، داسي لاره چي د هیواد د خپلواکۍ په ساتنې او د بهرنيو دباونو په وړاندې د مقاومت په ضرورت ټینګار کوي.
په پای کې، هغه څه چي ډېر اهمیت لري دا دی چي دغه ټاکنه د اسلامي جمهوریت د نظام په قانوني چوکاټ کې او په قانوني لارو چارو تر سره شوې ده،
یعني د هغه ارګان له خوا چي ټوله غړي ئې د خلګو په مستقیمو رایو سره ګمارل شوي دي
او همدا موضوع ده چي دې پریکړې ته، حقوقي او جوړښتي مشروعیت ورکوي.