
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ایووټ کوپر د لویدیځې آسیا په نښتو کښې د لندن له ورګډیدو په ډډه کولو باندې ټینګار وکړ.
کوپر وویل: مونږ د عراق له جنګه ځیني عبرتونه اخیستې دي او هغه د ایران خلاف نښتو کښې کاروو.
په عین حال کښې د لندن ښاروال صادق خان وویل: د ایران خلاف جنګ بې له هیڅ ډول نړیوالې اجماع دی او د ملګرو ملتو مجوز هم نه لري او انګلستان په کښې باید مداخله ونه کړي. هغه څرګنده کړه چې د ایران خلاف جګړه ممکنه ده چې په انګلستان کښې یو ستر اقتصادي شاک رامینځته کړي.
له بلې خوا، د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو له جنګ سره د مخالفتونو د څپې په دوام کښې د آیرلینډ ولسمشرې کاترین کانولي د ایران خلاف د امریکې او اسرائيلو جنګ یو جنایت وباله او ټینګار یې وکړ چې په لویدیځې آسیا کښې وروستي بدلونونه د ملګرو ملتو د منشو او د نړیوالو حقوقو قصدي خلاف ورزي ده.
Parstoday