IQNA

نړیواله ټولنه دې د امریکااو صهیونیسټي رژيم وحشی ډوله جنایتونه محکوم کړي

15:23 - March 11, 2026
د خبر لمبر: 3492551
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په ټيلیفوني خبرو کې په نړیوالو ټولنو کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د یرغلیزو اقداماتو پر محکومیت ټینګار وکړ.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکړ، د ایران ولسمشرمسعود پزشکیان د روسیې له ولسمشرولایمیر پوتین سره په یوې ټیلفوني اړیکې کې په نړیوالو ټولنو کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د یرغلیزو اقداماتو پر محکومیت ټینګار وکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ماښام په یوه ټلفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو همکاریو مهمو موضوعاتو او د سېمه ایزو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.

پزشکیان د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ کې د روسیې له درېځونو په قدرونې او  پر ملکي ځایونو او ملکیانو باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره، په نړیوالو ټولنو کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د یرغلیزو اقداماتو پر محکومیت ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر هم په دې ټیلفوني خبرو کې پر ایران باندې له پوځي یرغل سره د خپل هېواد د بیاځلي مخالفت ترڅنګ، د اړینو مرستو لېږلو او همدارنګه په سېمه کې د شخړو هرڅومره ژر پایته رسېدو لپاره د خپل هېواد پر هرډول مرستې او همکارۍ ټینګار وکړ.

د د واړو هېوادونو ولسمشرانو همدارنګه په لوړه کچه د سلامشورو پر دوام هم ټینګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4339886

captcha