IQNA

په څه دپاسه ۷ زره لاسلیکونو سره!

د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د قرآنی فعالانو د بعیت اعلامیه

14:55 - March 12, 2026
د خبر لمبر: 3492555
ایکنا- د قرآنی فعالانو له خوا په څه دپاسه اوه زره لاسلیکونو سره  د اسلامی انقلاب  له معظم لارښود آیت الله سیدمجبتی حسینی خامنه اي سره دبیعت اعلامیه خپره شوه.

 

ایکنانیوز راپور راکړ، د اسلامی انقلاب له معظم لارښود آيت الله سید مجبتی خامنه اي سره د قرآنی ټولنې د بیعت  اعلامیه د څه دپاسه اوه زره  کسانو په لاسلیک سره  او په الیکټرانیکي تائيد سره خپره شوې ده.

ددغې اعلامیې په متن کې راغلي دي؛اوس د سیدمجتبی خامنه اي لپاره د امامت په منصب سره  د شجاع او پوه رهبر د شهادت داغ  د صاحب الزمان د نایب په توګه تر یوه حده تسکین ورکوو او د بې شرمه مستکبرینو  په لاس د پلار د شهادت غم له دوي سره شریکوو.

که یو آیت الله له مونږه جدا شو ، نو واحد حکیم ، بل آیت الله  ساتلی چې  د مونږ د ملت لپاره  دالهی لارې ضمانت ورکړي،لکه څنګه چې په قرآن کریم کې فرمائي؛  ما نَنْسَخْ‌ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِها نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْها أَوْ مِثْلِها أَ لَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلى‌ كُلِّ شَيْ‌ءٍ قَديرٌ»

 د اعلامیې په لیسټ کې ددینی رسندویو د حوزې فعالان  د ولسی موسیسو او اورګانونو مدیران ،استاذان قاریان، حافظان او  په قرآنی چارو کې د فعالو شخصیّتونو نامې لیدل کیږي. چې  تردې دمه دغه لاسلیکونه څه دپاسه اوو زرو کسانو ته رسیدلي دي او  دغه لاسلیکونه هماغه راز دوام لري.

https://iqna.ir/fa/news/4340105

captcha