
ایکنانیوز د الجزایر خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ د مارچ میاشتې له دولسمې تر شپاړسمې نیټې پورې د الجزایر د دیني چارو او د اوقافو د وزارت په همت سره ترسره کیږی او د دغه هیواد ولسمشر عبدالمجید تیون ورباندې څارنه کوي.
په دغې جایزې کې د قرآن کریم د حفظ، تجوید اوتفسیر شپږمې میلي سیالۍ او دغه راز د قرآن کریم د ماشومانو حافظانو ځانګړې هڅونکې سیالیو دوویشتم پړاؤ ترسره کیدا شامله ده.
دغه سیالۍ د روژې د مبارکې میاشتې په دووویشتمې نیټې پیل شوي او رمضان المبارک تر شپږویشتمې نیټې پورې به دوام ومومي. ددغې سیالئ پایزې دستورې به په الجزایر جامع جومات کې د قدر له شپې سره هممهاله (په عربی اواسلامی هیوادونو کې د رمضان په ۲۷ شپې) پاي ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې دي چې د ؛قاری تلمسان؛ په نامې سره د قرآن د تجوید د ملی سیالیو شپږم پړاؤ د کب د میاشتې په څوارلسمه نیټه د الجزایر په تلمسان ولایت کې په عبدالقادر علوله کلتوري مرکز کې او د رمضان المبارک د مقدسې میاشتې د شپو داحیاء په چوکاټ کې پیل شوې اوتردوو ورځو پورې ئې دوام درلود.
ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې چې د الجزایر د جامع جومات د خطیب اوافتخاري میلمه شیخ حسین وعلیلي پهشتون سره پیل شوې ،د شموع طافراوي ډلې په وسیله ددیني مداحیو اونعتونو یوه برخه اجرا او د الجزایر د یوه خطاط مولا عبدالرحیم په وسیله د قرآن کریم د آیتونو د خوشخطئ یو هنري پورټریټ یا تابلو هم وړاندې شو.
https://iqna.ir/fa/news/4340656