IQNA

په الجزایر کې د قرآن او اسلامی میراث د ملی جایزې ترسره کیدا

13:47 - March 14, 2026
د خبر لمبر: 3492562
ایکنا – د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزارت  په دغه هیواد کې د اسلامی میراث د احیاء او د قرآن د حفظ دملی جایزې د سیالیو د ترسره کیدا  خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الجزایر خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ د مارچ میاشتې له دولسمې تر شپاړسمې نیټې پورې د الجزایر د دیني چارو او د  اوقافو د وزارت  په همت سره ترسره کیږی او د دغه هیواد ولسمشر عبدالمجید تیون  ورباندې څارنه کوي.

په دغې جایزې کې د قرآن کریم د حفظ، تجوید اوتفسیر شپږمې میلي سیالۍ او دغه راز د قرآن کریم د ماشومانو حافظانو ځانګړې هڅونکې سیالیو دوویشتم پړاؤ ترسره  کیدا شامله ده.

دغه سیالۍ  د روژې د مبارکې میاشتې په دووویشتمې نیټې پیل شوي او رمضان المبارک تر شپږویشتمې نیټې پورې به دوام ومومي.  ددغې سیالئ  پایزې دستورې به په الجزایر جامع جومات کې  د قدر له شپې سره هممهاله (په عربی اواسلامی هیوادونو کې د رمضان په ۲۷ شپې) پاي ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې دي چې د ؛قاری تلمسان؛ په نامې سره د قرآن د تجوید د ملی سیالیو شپږم پړاؤ د کب د میاشتې په څوارلسمه نیټه د الجزایر په  تلمسان  ولایت کې په عبدالقادر علوله  کلتوري مرکز کې  او د رمضان المبارک د مقدسې میاشتې د شپو داحیاء په چوکاټ کې پیل شوې اوتردوو ورځو پورې ئې دوام درلود.

ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې چې د الجزایر د جامع جومات د خطیب اوافتخاري میلمه شیخ حسین وعلیلي پهشتون سره پیل شوې ،د  شموع طافراوي ډلې په وسیله ددیني مداحیو اونعتونو یوه برخه اجرا او د الجزایر د یوه خطاط مولا عبدالرحیم په وسیله  د قرآن کریم د آیتونو د خوشخطئ  یو هنري پورټریټ یا تابلو هم  وړاندې  شو.

https://iqna.ir/fa/news/4340656  

captcha