IQNA

یوه بله امریکائي جنګي الوتکه هم نسکوره شوه

16:05 - March 23, 2026
د خبر لمبر: 3492592
ایکنا - د عراق العهد خبری چینل په یوه راپور کې نن د یوې بلې امریکائي جنګی الوتکې د نسکوریدا خبر هم ورکړ.

ایکنانیوز د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړ د عراق  العهد خبری چینل راپور ورکړی دی، د ایران په فضا کې د امریکا یوه بله جنګي الوتکه هم په توغندي لګیدلی  او په کویت کې نسکوره شوې ده.

په راپور کې وئيل شوي دي،خبریرسندویو ددغې جنګي الوتکې دنسکوریدا او دغه راز د هغې دډول په باب لازیات جزیات نه دي ذکر کړي.

له دې مخکې  هم د ایران د اسلامی جمهوریت  د وسلوالو ځواکونو  د توغندوی دفاعي سسټم  په وسیله د ایف ۳۵ ډيرې مادرن جنګي الوتکې پشمول د امریکا او صهیونیسټي رژيم  څو جنګي الوتکې نسکورې شوي دي. دغه راز پر دغو جنګي الوتکو سربیره د سونګو رسونکي څو سترې الوتکې هم د  عراق او کویت په فضا کې له لګیدو وروسته نسکورې او له کاره  لویدلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې  د ایران د تهران پشمول په مختلفو سیمو کې د امریکا او صهیونیسټي رژيم  کابو ۱۲۹ مختلفو ډوله ماډرن  ډرونز  د ایران داسلامی جمهوریت د توغندوي مخه نیونکي  دفاعی سسټم په شیشت کې راغلي او نسکور شوي دي،البته ځيني خبرونه ښئ چې یو شمیر ډرونز روغ رمټ کیښنول شوي هم دي.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i37340

captcha