IQNA

په قرآن کې له صهیونزم سره دجنګ تحلیل/10

د مومنانو د خلوص او د کافرانو د سوکه سوکه نابودئ ترمینځ رابطه

14:32 - March 25, 2026
د خبر لمبر: 3492601
ایکنا -  د مومنانو د تمحیص او د کافرانو د نابودئ ترمینځ رابطه ټينګه ده او هرڅومره د ایمان درجه لا لوړیږی، د کفر درجه  هم لا پیاوړي کیږی؛ یعني مومنان  له کفارو سره مخ کیږي او  په نتیجې کې دوي، کفار په مومنانو  مبتلي کیږي

قرآن کریم د آل عمران سورې  په ۱۴۰- ۱۴۱ آیتونو کې  چې د احد جنګ په پيښو ناظر دي ، یوه  کتنه مطرح کوي. دغه نظر  له وختي تحلیل څخه لا ورآخوا ده ، د القا په حکم کې یو نړئ بندي او یو څلور مرحله ایز بهیر بیتمږي ؛

1،   د مومن او کافر ترمینځ جلا کیدا او صف بندي.

2  بیلګه شونه او د هدایت د بیرغونو رپيدا،

3  دمومنانو باطني چاڼ او تمحیص،

4 د کافرانو سوکه سوکه نابودي.

البته دغه مرحلې له یوه بل سره په یووخت ترسره کیږي، یعني کله یو شمیر د  «وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا» په  حال کې وي، نو یوشمیر نوره هم د «وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ» مصداق کیږیږ په داسې حال کې چې مومنان  د  «وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا»  خالص شونې  او  باطني چاڼ په حال کې دي او کافران  په  «وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ» کې  شاملیږي.

 کافرانو د سوکه سوکه نابودئ او د مومنانو د تمحیص ترمینځ هم رابطه ټينګه ده او هرڅومره د ایمان درجه لالوړیږی ، د کفر درجه  هم لاپیاوړي کیږي؛ یعني  لا زیات کفر د هغومومنانو د فعل نتیجه ده چې  لا خالص او پاکی صاف شوي دي. په بله خبره؛ مومنان  له کفارو سره مبتلي شوي او  د دوي د ودې په نتیجې کې  کافران  په مومنانو مبتلي کیږي.  مرتبه لا لوړه او نوی کفري ظاهریږي . هماغه شان چې شیطاان په حضرت آدم مبتلی شو او  اسفل سافلین ته نسکور شو.

 د علامه طباطبائي په تعبیر ، د کافرانو نابودي  له احد غزا څخه شروع شوه او  د مکې په فتحې سره  نتیجې ته ورسیده. هماغه ډول چې  تمحیص ورو ورو دی ، محق او پوره کیدا هم سوکه سوکه ده.

اسرائيل له کلونو کلونو راهسې  د کفر او انسان وژنې  مخینه لري، خو  په نسل وژنې ، ماشوم وژنې ، د یوه ملت په تږي او وږي ساتلو کې  د کفر  ترټولو بدې درجې ته ورسید. ټرمپ هم  چې  مخکې ئې د شهید قاسم سلیماني د ترور حکم ورکړی ؤ ، د اسلامی  انقلاب د ستر لارښود  او د اسلام د لویو قوماندانانو شهیدولو ته ئې مخه کړه ؛ نو ځکه د دوي دسوکه سوکه  نابودئ انجام قطعي او ډير نزدې شوی دی.

https://iqna.ir/en/news/3496762

captcha