
ایکنانیوز - حجة الاسلام سید احمد موسوي د ایران د ولس دغه کلک مقاومت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، د ایران رهبري او ولس له حضرت امام حسین علیه السلام څخه په پیروئ سره د زمانې د یزیر یعني ټرمپ په وړاندې تسلیم نه شول او دغه لاره هماغه راز دوام لري.
هغه دغه راز د قرآن کریم دآیت په بیانولو سره؛ إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا؛ هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا؛ روښانه کړه، اوس د جنایتکارې امریکا او صهیونسټي غاصب رژۍم د فارس خلیج د څنډې له عربو هیوادونو سره چې د مسلمانئ ادعا هم کوي، له یوه بل سره لاس په لاس کې ورکړی او د ایران په ضد ئې جنګ پيل کړی دی او یوه میاشت کیږي چې د ایران په ولس ئې ناتار جوړ کړی دی، خو په عین حال کې به ئې بری د ایران د مقاومت کونکي او شجاع ولس وي.
هغه پخپلو څرګندونو کې روښانه کړه ، دغه جنګ عینا د احزاب د جنګ په شان دی چې مشرکان اوکافرانو پر پیغمبر حمله وکړه او هغه بزرګوار سره ئې د ملګرو په مدینې کې کلابند کړل خو په نهایت کې بریالیتوب له پیغمبر اکرم(ص) سره ؤ؛ اوس هم بریالیتوب ان شا الله دایران له غیور او شجاع ملت سره دی چې په صحنې کې حاضر دي او د اسلام وَنه ئې د خپل شجاع او دلیر رهبر پشمول د انسانانو په پاکې وینې سره خړوبه کړې ده.
هغه زیاته کړې ده ، دمعاویه زوي یزرید امام حسین ته ووئیل چې یا تسلیم شه اویا به دې وژنو ، خو امام حسین علیه السلام په ځواب کې ورته وفرمائيل؛ ألا وإن الدعي بن الدعي قد ركز بين اثنتين السلة أو الذلة و هیهات من الذّلّة؛ نن هم د زمانې یزیر یعني ټرمپ شهید رهبر ته همدغه خبره کړې او هغه بزرګوار هم ورته په ځواب کې وئيلي چې ؛ ألا وإن الدعي بن الدعي قد ركز بين اثنتين السلة أو الذلة و هیهات منا الذّلّة. هیهات منا الذله.
د ایران ولس او د مقاومت جبهې هم له خپل شهید رهبر څخه په پيروئ سره د ټرمپ معلون په ټَټَر د رد درنده څپيړه وهلې او وئيلي ئې دي ، چې ؛ هیهات منا الذله. هیهات منا الذله.
یاده دې وي چط د حنانه جومات تولیت او منجوَر حجةالاسلام سید احمد موسوي دایران له ملت سره د همدردئ لپاره د نیکمرغه کوچني اختر راهسې تراوسه پورې د عراق په بیلابیلو ښارونو کې په ولسي غونډو او لاریونو کې حاضر شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4343247