IQNA

پاپ د ایران په ضد د جنګ د ختمیدا لپاره له ډيپلوماټيکو چینلوننو څخه د استفادې غوښتنه وکړه

18:09 - April 03, 2026
د خبر لمبر: 3492631
ایکنا – د نړئ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لیؤ د صهیونیسټ رژیم له مشر سره په ټيلیفوني تماس کې  د ایران په ضد د جنګ دختمولو لپاره  له ډيپلوماټيکو چینلونو څخه د  استفادې په ضرورت ټینګار وکړ.

ایکنانیوز  د خبری سرچینو له قوله راپور راکړ، واټيګان په یوې اعلامیې کې ووئيل؛ څوارلسم پاپ لیؤ  دجمعې ورځې په سهار  د صهیونیسټي  رژیم له مشر  اسحاق هرتزګ سره په خبرو کې  په ټول مینځني ختیځ کې د دوامدارې  او عادلانه سولې  ته درسیدا  او دروانو نښتو د ختیمدا په خاطر د ډيپلوماټيکو خبرواترو لپاره  د ټولو ممکنو چینلونو  د پرانیستو په ضرورت ټينګار وکړ.

 پاپ لیؤ په دغو خبرو کې  د انسان دوستۍ د حقوقو او دنړیوالو  مقرراتو اوقواعدو  ته داحترام د زیاتیدا او دغیر پوځی جمیعت حخه د ملاتړ  ضرورت  تهځانګړی پام واړوه.

دغه تماس  د پاک عید په مناسبت ترسره شوی ا و واټیکان   پخپل رسمي روایت کې په سیمې کې د تاؤتریخوالو  دلازیاتې پراختیا  دمخنیوي  او د ډيپلوماسئ  د لارې  څځه  دروان بحران د پيزواني کولو لپاره هحه  د خبرواترو  اصلي چورلیز وباله.

پاپ لیؤ له دې مخکې هم  په مینځني ختیځ کې د نښتو د زیایتدا په باب  داجنګ  د لمن د پراختیا او د هغو د پایلو په باب خبرداری ورکړ او دتاؤتریخوالو د ډریدا ، دعامو خلکو د ساتنې او  د سیمط حل لارې ته د رجوع کونې او د عامو خلکو د ساتنې ، د تاؤتریخوالی د دریدا  په ضرورت کې ټينګار  کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4344182

captcha