
ایکنانیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ به د وحي د کلام د لوړو موخو او معانی د سم درک د پیاوړتیا او دقرآن د حفظ او تلاؤت ته د مصر د اوقافو وزارت د اهتمام په لړ کې ترسره کیږي.
ګډون کونکي به د اکتوبر په شلمه نیټه د جیزه ولایت د اکتوبر ۶ ښار د اوقافو په نړیوالې اکاډمئ کې سره غونډ شي او په ورپسې ورځې به یعني د اکتوبر په یویشتمه نیټه سهار نهه بجې په دغه ځای کې د مکتوب سیالی پيل شي.
دغه سیالۍ د قرآنی وړتیاؤ د پيژندګلوۍ او له هغوي څخه د ملاتړ لپاره د مصر د اوقافو د وزارت دهڅو په لړ کې د خدای د کتاب د حافظانو د ځانګړی نسل روزنه چې د قرآن د سم درک او تلاؤت باندې مسلط وي، د اسلام د تعلیماتو خپریدا او د دینی او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ترسره شي.
دغه پيښه د قرآن د حفظ دمرکزونو د رول د پیاوړتیا ، د قرآني زده کونکو د مهارتونو اوعلمي سوئې د لوړتیا او د د ټولنې د خدمت لپاره د غوره قرآني شخصیّتونو له روزنې څځه د ملاتړ لپاره د مصر د اوقافو د وزارت پروګرامونه شمیرل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4345128