IQNA

د لاهور په یوه تاریخي جومات کې د قرآنی آثارو د نوي مرکز مخ کتنه

17:58 - April 11, 2026
د خبر لمبر: 3492659
ایکنا-  د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې  په بادشاهي تاریخی جومات کې د قرآنی هنری آثارو او خطي نسخو دوړاندې کولو نوی مرکز افتتاح شو.

ایکنانیوز د minutemirror له قوله راپور راکړ، د پاکستان د پنجاب صوبائي حکومت د جمعې په ورځې د قرآن د تبرکاتو د ساتنې کور پشمول  دوه نوی مرکزونه چې  د اسلامی مقدسو آثارو د ساتنې ځاي دی  او دغه راز  په بادشاهي تاریخي جومات کې د علامه اقتبال  ستر هال  افتتاح شو.

د پنجاب صوبې  د اوقافو او دینی چارو وزیر زاهد اختر زمان  په پرانیستونکو دستورو کې ټينګار وکړ، چې راتلونکو نسلونو ته د اسلامی مقدسو آثارو(تبرکاتو) مؤثر حفظ،دودیدا او منتقلول هماغه راز د حکومت یو اصلي لومړیتوب دی.

هغه ووئيل؛ چې په دغومقدسو آثارو کې د قرآن کریم نادرې نسخې ، داسلامی خوشخطئ شاهکارونه ، مقدس لرغوني آثار  او هغه ارزښتمن میراث دی چې ټول د حفظ او  وړاندې کونې  له ماډرن سټینډرډونو سره سم وي.

اختر زمان  ددغه مناسبت تاریخي اهمیّت باندې ټينګار وکړ او وې وئيل، ددغو آثارو ترټولو وروستۍ ځاي په ځاي کیدا په ۱۸۸۵کال کې ترسره شوې ، هغه مهال چې انګریز راجه د  اسلام د انجمن په غوښتې سره  دا مقدسات د پادشاهي جومات پخواني ګالرئ ته منتقل کړل. هغه ووئيل؛  اوس تقریبا یو نیم سل کاله وروسته  دغه آثار نوي ګالرئ ته منتقل شوي دي او  د یویشتمې پيړئ  اړتیائې  پوره کوي.

ددغې ټولګې دیر  احسان بوټا  خپلې وینا کې  اسلامی آثار  د ګرانبّیه تاریخي او معنوی میراث په توګه  وبلل  چې  ساتل ئې ماډرن ټيکنالوجیکي  چارو ته اړتیا لري. 

غوره عالمان او مذهبی شخصینو  همداراز  د راتلونکو نسلونو لپاهر د یوه ارزښتمند میراث په توګه د اسلامی میراث  د ساتلو  اهمیّت او د علامه اقبال  دلیدتوګې تل پاتیکیدا پر اهمیّت ټينګار کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4345787

captcha