IQNA

  د ایران او امریکا ترمینځ  دخبرواترو د  بل پړاؤ دترسره کیدا امکان شته دی

20:08 - April 13, 2026
د خبر لمبر: 3492666
ایکنا- د پاکستان  دفاع وزیر په یولړ څرګندونو کې په مثبتې فضا کې د اسلام اباد د خبرواترو ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل چې د ایران او امریکا ترمیځ دخبرواترو د ورپسې پړاؤ د ترسره کیدا امکان هم شته دی.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف  په اسلام اباد کې د خبریالانو په ټول کې ووئیل؛ باؤري یم  چې  د اسلام اباد خبرې اترې په یوې مثبتې فضا کې شوي او  لورو ورباندې ډاډ درلودلی دی.

هغه زیاته کړه ، د اسلام اباد له خبرواترو وروسته هیڅ داسې کوم منفی تصوَر  نه دی لیدل شوی ، بلکې  په راتلونکو شپو ورځو کې  ددغو خبرواترو د بل پړاؤ شاهدان کیدلی شو.

 د پاکستان دفاع وزیر ټينګار وکړ، د اسلام اباد د خبرواترو افق روښانه دی  او داسې ښکاري چې  په بل پړاؤ کې کومې نتیجې ته ورسیدل شي.  

 داپه داسې حال کې دي چې د اسلام اباد په خبرواترو کې که څه هم  د امریکا پلاوي هماغه شان زیات غوښتنې او تکراري ادعاګانې  په کرتو استعمال کړی دي، خو په عین حال کې د ایران پلاوی په ښه نیّت سره دغو خبرواترو ته حاضر شوی ؤ او په زغرده ئې وئيلي وو ، چې  د خپل ملت او ټاټوبی  د ګټو او حقه حقوقو په باب هیڅکله هم کوم ساز باز نه کوي او  هیڅکله به له خپلو حقه حقوقو شاتګ ونه کړي.داپه داسې حال کې دي چې د امریکا کرغیړن ولسمشر ټرمپ  د ایران د لس ماده ایزو وړاندیزونو سره د منلو موافقه کړې وه  خو بیا ئې هم پلاوي زیات غوښتنې او تکراري ادعاګانې درلودې چې بلاخره دغه ۲۲ ساعته کوټلی خبرې اترې  له کومې نتیجې پرته پاي ته ورسیدې.

https://www.irna.ir/news/86126839

captcha