IQNA

 د مکې په قرآن میوزیم کې د اته ضلغې لرونوکی مصحف ننداره

15:51 - April 21, 2026
د خبر لمبر: 3492690
ایکنا-   د مکې په میوزیم کې په اته ضلعې لرونکی بڼه د قرآن کریم یوې نسخې نندارې ، ځان ته د کتونکو توجه جلب کړې ده.

ایکنانیوز د  الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د مکې یو ترټولو غوره کلتوری اورګان، د قرآن کریم میوزیم ، د یوه نادر تاریخي قرآن یوه بې مخینې نمونه نندارې ته وړاندې کړې ده؛ په هغه خاص طراحئ سره یو قرآن چې په دیارلسمې قمری پيړئ کې ئې په هند کې کتابت شوی دی.

دغه قرآن د تاریخ په اوږدو کې د قرآني خوشخطئ د سټایلو نو د ډولوالي او داسلامی هنرونو  یوه بډایه خزانه  ده. دغه قرآڼ  پخپل نادودې پلانونې او طراحئ سره بڼه موندلې ده.  ددې طرحه  په اتو کونجونو یا صلغو سره او  دومره واړه اندازه ده چې  وړل ئې  آسان دي . دا  د پيژندګلوۍ  د هغې ښکلي  ځانګړنې او  کارندوالي ښودنه کوي چې  د قرآن په تولید کې  نوښتوالی او هنری دقت  ترکیب شوی دی.

 دغه نادر هندسي شکل  د  په هغه پړاؤ کې په هند براعظم کې  د اسلامی صحافئ  او ښکلاؤ دتکنیکونو  دپراختیا ښودنه کويږ

دغه قرآڼ  د اسلامی میراث  په ساتنې او حفاظت ااو  دغې موضوع ته د څيړاندو او ګروهنه لرونکو  لپاره د  دلاس رسي  لپاره  په وړاندې کولو کې د فعال اورګان یعني  ملک فیصل اسلامی مطالعاتو او څيړنو د مرکز  دټولګې یوه برخې په توګه   نندارې ته وړاندې شوی دی.  دغه چاره  د اسلامی خطي نسخو د تاریخی ارزښت له رابرسیره کولو او د کلتوری پوهې له زیاتولو سره  مرسته کوي.

دغه نندارتون  د حرا په کلتوری سیمې کې د کلتوری  فضا  او ټوریزم  یوه برخه ده چې د اسلامی کلتور لپاره د نړیوال مقصد په توګه د مکې ځائيګی  له زیات  تثبیتوي.

https://iqna.ir/fa/news/4347557

captcha