
ایکنانیوز راپور راکړی، د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو په اعلامیې کې ویلي: د ایران ویاړمن ملت د سپاه د هر اړخیزو ستراتیژیکو وړتیاوو له امله،چې د وسلهوالو ځواکونو تر څنګ ئې د زړورتیا او مېړانې په اوج کې د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو له لارې دښمنان کمزوري کړي، ویاړي.
اعلامیه زیاتوي چې د خلکو له ۵۱ ورځو څخه زیات دوامداره ملاتړ او په ډګر کې ولولناک شتون یو بېساری او حیرانوونکې تاریخي ښکارنده رامنځته کړې ده.
په اعلامیې کې د «پوځي چُپتیا» پر مهال د هوښیارۍ او د دښمن د چلند د څارنې پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي دي ، د ایران د وسلهوالو ځواکونو، په تیره بیا د سپاه پاسدارانو، په نوښت سره د دښمن پوځي بیخ بینائيو ته سخت تاوان اوښتې دي.
سپاه ټینګار کړی چې دا ځواک د هر ډول ګواښ پر وړاندې د سمدستي او پرېکنده غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري او که جګړه بیا پیل شي، نو د دښمن پر پاتې شونو به له تصوره لازیات سخت ګوزارونه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4347951