IQNA

په  دوبئ کې؛ په هر کور کې د قرآن یو حافظ؛ په نامې سره د نوښت اجرا

16:00 - April 25, 2026
د خبر لمبر: 3492697
ایکنا -  د دوبئ دخیریه فعالیتونو و داسلامی چاروادارې  د قرآن کریم د زده کړې اوحفظ لپاره  د یو موټي سسټم د رامینځةکولو په موخې سره  د ؛ په هر کور کې د قرآن یوحافظ؛ پهنامې سره پلان اجرا کړ.

ایکنانیوز د البیان خبری سایټ له قوله راپور راکړ،  ددوبئ د اسلامی چارو او د خیریه فعالیتونو  ادارې ،  د قرآن کریم د زده کړې او حفظ لپاره د یوه موټی اورګاني سسټم درامینځةکولو په موخې سره ؛ په هر  کور کې د  قرآن یو حافظ ؛ پّه نامې سره پلان شروع کړ.

دغه نوښت ، دټولنې غړي ددې جوګه کوي څو د خدای کتاب  د د یو  شان سټینډرډونو  او نرمښت لرونکو زده کونکو لارو په وسیله  زده کړي  او له دې لارې  د قرآنی ارزښتونو په القاء کې  د کورنئ رول پیاوړی کړي اوددوبئ ځائيګی  د  د پوهې چورلیز   د یوې هغې ټولنې په جوړولو کې  د یوه مخکښ ماډل په توګه  چې پخپل هویّت ویاړ کوي، او د راتلونکي منونکي وي،تثبیت کړي. دغه سټراټژيک ګام ، دتلپاتې پراختیا  اساس په توګه  د اصیلو ارزښتونو په  رامینځةکولو او  انساني پانګې کې  پانګونې ته د اماراتو د دوبئ  د واکوالانو  د ژمنتیا ښودنه  کوي.   

دغه پلان  د یوه هغه مترقی تعلیمي سسټم باندې مشتمل دی چې  په درو اصلی سطحو مشتمل دی. د مبتدیانو لپاره  دتلاؤت په سمې زده  کړې سره پيلیږی او له دې وروسته  حفظ او تجوید او په نهایت کې  د قرائت  او  برلاسه حافظانو لپاره  دسندونو مرحله رسیږي.

د دوبئ د خیریه فعالیتونو او د اسلامی چارو  د ادارې عمومی مدیر احمد درویش المهیري په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، ؛ په هر کور کې د قرآن یو حافظ ؛په نامې سره پلان  د هغه سټراټژيک لورنیونې ښودنه ده چې  د پوهې او ارزښتونو  د نظام په پیاوړتیا او  په انساني سرمائې کې په پانګونې کې ددوبئ  د لرلید منعکس کونکی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4347822

captcha