
ایکنانیوز د ایران د اسلامی ارشاد اوکلتور د ادارې د عمومی اړیکو د څانګې له قوله راپور راکړ، د پاکستان په کویټه کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتوری خونې مسئول سید ابوالحسنمیري د علامه اقبال (لاهوري) د نیکمرغه زوکړې ددرنښت په یوه علمی سمینار کې چې په الحمد اسلامی پوهنتون کې ترسره شو، و د پوهنتوني مخاطبانو لپاره د وبینانر له لارې خپور شو، دعلامه اقبال دتمدني آرمانونو په عملیاتي کولو کې ئې د شهید امام خامنه اي سټراټژيک رول باندې رڼا واچوله.
میري دې ته په اشارې سره چ ې شهید قاید امام خامنه اي علامه اقبال د ختیځ یو لوړ ستوری نومولی او هغه ئې د اسلامی امت په دردمندئ کې ترټولو دقیق او دردمن کس معرفی کړی چې له خپلې زمانې ورآخوا، ئې د لویدیځ پالې ناروغئ او مادي تمدن بندون تشخیص کړ.
هغه روښانه کړې ده ،په نانو ټيکنالوجۍ ،،بنیادي سیلولونو او په فضائي صنائعو کې دایران عملي لور نیونې او مخ په وده خوځښت د شهید قاید په وسیله د متخصصانو اوغوره شخصیّتونو د سټراټژيک مدیریّت مستقیمه نیتجه ده. دوي د ؛مونږ کولی شو؛ په عنوان سره د روح په پوو کولو کې علم له کتابتونونو څخه د صنعت ډګر کې ورساوه څو د ختیځ دعلمی مرجعیّت او ویښتیا لپاره د علامه اقبال آرزو او هیله پوره شي.
په کویټه کې د ایران د کلتوري خونې مسئول د ډيجیټلي حکمرانئ په باب د اسلامی انقلاب د رهبر خبرداریو باندې په استناد سره ، د ټيکنالوجئ په پوښښ کې دلویدیځي کلتور تپل،؛ماډرن جاهلیّت ؛ وباله او د هغومتفکرانو او پوهانو د روزنې په تربیت ئې ټينګار وکړ چې مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټیلیجنس) ئې د اخلاقو په خدمت کې راوستی دی.
هغه همداراز د ایران فضائي پرمختګونه د اقبال د نظر وړ هماغه ؛پرواز؛ تحقق وباله او وې وئيل؛ دغه بریاوې د هغه تمدن په مخ د ایران دملت درنده علمی څپيړه ده چې د ځان لپاره د علم انحصار غوښت.
د یادولوده، دغه سمینار چې په حضوري او وبینار او انټرنیټي فضا کې د استاذانوا و محصیلینو له پراخ هرکلی سره مخ شوی ، د پاکستان او ایران ترمینځ د علمي اتحاد او د اسلامی ماډرن تمدن دتحقق په لاره کې له الحمد اسلامی پوهنتون سره د نزدې ملګرتیا لپاره په بلنې اودعوت سره خپل کار پاي ته ورساوه.
https://iqna.ir/fa/news/4348636/