
ایکنانیوز رآپور راکړی، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د کارګر او معلم د ورځ وپه مناسبت یو پیغام خپور کړی چې بشپړ متن یې دلته ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
بسمالله الرّحمن الرّحیم
د ثور د میاشتې د یوولسمې او دولسمې دوه نیټې هغه ورځې دي چې په کښې د کارګر د مقام او د معلم د منزلت قدرونه کیږي. پر ژبنۍ او سمبولیکې قدرونې سربیره چې خپله یو پر ځاې او صحیح کار دی، د هر هیواد پرمختګ د علم او عمل د دوو وزرو پامته دار دی.
معلم، دغه هدف ته د رسیدو په لومړي پړاو کښې رول لوبوي. د زده کړې د ښودلو، د مهارت د زیاتولو او د راتلونکي نسل د لید د ودې او هویت جوړولو یوه مهمه برخه د هغه په غاړه ده. زده کوونکي او محصلین او طلاب چې د هر معلم په شاګردۍ کښې وده کوي، په نزدې راتلونکي کښې به خپلې زده کړي مهارتونه او پوهه وکاروي او د کورنۍ له تود مرکزه واخلې د کار تر چاپیریال او د لارو کوڅو په شان مختلفو ډګرونو کښې زیاتره وختونه په خپل خوی بوی او کړچار او ګفتار کښې به لکه د هیندارې، د خپلو معلمانو د تګلارو او ویناو څرګندوونکي وي.
له بلې خوا، د کار ډګر، هغه پراخ ډګر دی چې د هیواد په پراختیا سره، له کورونو، ادارو، د کسب او کار له مرکزونو او جوماتونو واخلې تر کروندو او کارګاهو او کارخانو او معدنونو او تر ډول ډول خدماتي مشاغلو پورې رسیږي. هرڅومره چې دغه پراخه برخه د سخت کوشش او ژمنتیا له دوو عناصرو چې د هر ستر توفیق له ارکانو ګڼل کیږي، ډیره ګټه پورته شي، د هیواد پرمختګ لازیات او لاښه تضمینیږي.
پوهیږو چې یو کارګر د ژمنوالي او ښه عمل په رڼا کښې کله کله دومره لوړ مقام ته رسي چې غوره ده د یو معلم او روزونکي د مهربان لاس په شان، د هغه توانمن او هنرمند لاس هم د مننې او رضایت په توګه ښکل کړی شي. دا البته هغه کار دی چې د هر کس له اولنیو روزونکو یعنې مور او پلار له غیږې او ورپسې د معلم د محضر له پوهې څخه د ترلاسه کیدو وړ دی.
اوس چې د ایران اسلامي جمهوریت د څه باندې اووه څلویښت کاله مجاهدت وروسته، په الهي فضل باندې په تکیې سره، د خبل پرمختګ او لوړاوي له دښمنانو سره په پوځي جګړه کښې د خپلې پام وړ توانمنۍ یوه برخه نړیوالو ته ثابته کړې ده، د اقتصادي او کلتوري جهاد په پړاو کښې هم باید هغوي ناامیده کړي او ماتې ورکړي.
ښوونکي به په کلتوري جګړه کښې ترتولو اغیزناکه کړۍ او کارګران به په اقتصادي جګړه کښې ترټولو موثره عناصر وي، داشان چې ادعا کیدې شي چې دغه دواړه د کلتور او اقتصاد د ډګر د ملا د تیر په معنا دي. په دې وجه ضروري ده چې د خپل ځانګړي مقام په اهمیت او له یو کار او شغل نه زیات-چې په کښې د فعالیت په بدل کښې مزد او پیسې ترلاسه کیږي- ښه ترا واقف وي.
لکه څنګه چې باید د دې چارې ترڅنګ پام وشي چې په کلنۍ توګه یا هره څه موده پس یو ځل د خولې قدرونې که څه هم پر ځاې او مناسبې دي خو د دغو دوو پرګنو د هلوځلو قدرونه باید له دې حده ډیره ژوره او لاعملي وي. زه فکر کوم همهغه ډول چې د ایران ګران ولس په میدانونو او سړکونو کښې په شتون سره د خپل هیواد له پوځي ځواکونو څخه غوره ملاتړ کوي، ښه به وي چې د معلمانو او کارګرانو په مرسته کولو کښې هم له ځان څخه یو پیاوړی ملاتړ وښايي.
له هغو څخه، د ښوونځیو او پوهتونونو په چلولو کښې د زده کوونکو او محصلینو د کورنیو تعامل باید له مخکښې زیات برابر شي او همداشان باید په هیواد کښې دننه د جوړو شیانو استعمال ته په لومړیتوب ورکولو سره، له تولیدوونکو کارګرانو څخه ملاتړ وشي او به تیره بیا د زیانمن شویو کسب و کارونو خاوندان دې تر خپله وسه د کسانو له کمولو او د خپل کار د ځواک له جلا کولو ډډه وکړي، که هغه په تولیدي برخو کښې وي او که په خدماتي برخو کښې، او هر کارګر دې د هغه تولیدي یا خدماتي مرکز د پانګې په توګه وګڼي او البته محترم حکومت دې هم د امکان تر حده له دغه نیک عمل څخه ملاتړ وکړي.
ګران ایران، همهغه ډول چې د کلونو کلونو له هلوځلو وروسته د یو پوځی قدرت په توګه څرګند شوی، ان شاءالله او د خدای په فضل به د ایراني اسلامي هویت د لیکو په انځورولو او د روزونکو او ښوونکو په لاس د دې هیواد د ځوانانو په ذهنونو او نفسونو کښې یې زیات نه زیات نفوذ، او د کورني تولید د شیانو مصرف ته په لومړیتوب ورکولو سره چې د زیار ایستونکو کارګرانو د هڅو نتیجه ده، د پرمختګ او لوړاوي د څوکو په لور د تګ لاره ووهي، او البته چې دا کار به زمونږ د سردار عجّل الله تعالی فرجه الشریف د خیر په دعا او مینځګړیتوب سره زرترزره او په غوره طریقه وشي بِاِذنالله تعالی. والسّلام علیکم و رحمتالله و برکاته.
سیدمجتبی حسیني خامنهاي
د 2026 کال د مۍ اوله نیټه
https://iqna.ir/fa/news/4349755