IQNA

د ټرمپ ادعا او د امریکا د مالیې وزیر سپکو خبرو ته   قالیباف غبرګون وښود

14:00 - May 02, 2026
د خبر لمبر: 3492714
ایکنا- د ایران د پارلیمان یا اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛دا ډول سپارښتنې بې‌معنا دي چې د امریکا حکومت یې له داسې کسانو لکه سکاټ بسنت (د امریکا له مالیې وزیر) څخه ترلاسه کوي، چې همدارنګه د محاصرې موضوع هم تبلیغ کوي او د تیلو بیه یې تر ۱۲۰ ډالرو پورې رسولې ده. د تیلو د بیې بل پړاو به ۱۴۰ ډالر وي.

ایکنانیوز د پارس ټودې له قوله راپو ر راکړ،  د ایران د اسلامي شورا مجلس (پارلمان)مشر په خپله مجازي پاڼه کې د امریکا د ولسمشر ادعا او د دې ترهګر رژیم د مالیې وزیر سپکو خبرو ته غبرګون وښود.

په راپور کې وئيل شوي دي، د ایران د اسلامي شورا  مشر  محمد باقر قالیباف د ایران د تیلو د څاه‌ګانو د چاودنې په اړه د ټرمپ د دروغجنې ادعا په غبرګون کې ولیکل: درې ورځې تېرې شوې او هېڅ د تیلو څاه کې چاودنه ونه شوه. کولای شو دا موده تر ۳۰ ورځو پورې وغځوو او په ژوندۍ بڼه د څاه‌ګانو انځور خپور کړو.

هغه زیاته کړه: دا ډول سپارښتنې بې‌معنا دي چې د امریکا حکومت یې له داسې کسانو لکه سکاټ بسنت (د امریکا له مالیې وزیر) څخه ترلاسه کوي، چې همدارنګه د محاصرې موضوع هم تبلیغ کوي او د تیلو بیه یې تر ۱۲۰ ډالرو پورې رسولې ده. د تیلو د بیې بل پړاو به ۱۴۰ ډالر وي.

قالیباف ټینګار وکړ: موضوع یوازې ناسمې نظریې نه دي، بلکې ناسم فکر او ذهنیت دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172418

captcha