
د ایکنا راپور سره سم، د " د وطن بچیان په نامې سره د " ۲۰۲۶ کال تعلیمي کنفرانس ګډونوالو د تیرې جمعې په ورځ ،د قرآن د حفظ ملي شورا د تاسیس وړاندیز وکړ چې دا وړاندیز به د ملایشیا د وزیرانو شورا ته وړاندې شي څو په دغې شورا کې د بحث او موافقې لپاره وړاندیز وشي.
د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال احمد زاهد حامدي، په دې اړه وویل: دا پروګرام د قرآن د حفظ د تعلیم د ځائيګي د پیاوړلو کولو لپاره په ملي تعلیمي سیسټم کې دی، چې د بشري پرمختګ او د پوهې او اخلاقو سره سم وي.
هغه چې د کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې په کوالالامپور کې د نړیوال تجارت مرکز کې خبرې کولې، زیاته کړه: زمونږ هدف دا دی چې هغه حافظین فارغ التحصیل کړو چې یوازې د قرآن حفظ نه بلکې په ټولنې کې د انجینرانو، ډاکټرانو، ټیکنالوژۍ متخصصینو، سوداګرو او مشرانو په توګه هم کار وکړي.
دغه کنفرانس له ۵ زرو څخه زیات پوهان، محصلین او د ملایشیا د "آمانا" ګوند د ۸۰ کلیزې پر مهال ترسره شو.
احمد زاهد چې د دې ګوند مشري کوي، پر دې ټینګار وکړ چې د قرآن د حفظ د تعلیم لپاره ملي لومړیتوب ته اړتیا ده او دا ډول تعلیم باید د قرآن د حفظ له پروګرامونو بهر وي، لکه د ماشومانو لپاره د قرآن د حفظ پروګرامونه، د «اولو الالباب» پروګرامونه، او د قرآن له حفظ سره اړوند د ټیکنالوژۍ او مسلکي تعلیم پروګرامونه.
هغه په پای کې د حکومتي او خصوصي تعلیمي موسسو ترمینځ همغږئ ته اشاره وکړه او وویل چې باید د قرآن حفظ تعلیم د سیسټم او د کاري فرصتونو پراختیا لپاره د معیاري او مناسب فضا په چوکاټ کې وړاندې شي.
https://iqna.ir/fa/news/4349968