
ایکنانیوز د ازواع له قوله راپور راکړ، د یکشنبې په و رځ سلګونه عراقي حاجیان د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره له بغداده د سعودي عربستان پر لور روان شول.
د هوايي ډګرونو او سرحدي لارو د ادارې مشر، کاظم لعیبي، وویل چې د حج ټول ځمکني سفرونه اوس هوايي شوي دي او ۲۳ زره حاجیان د عراق له بېلابېلو هوايي ډګرونو څخه سفر وکړي.
هغه زیاته کړه چې په دوو ورځو کې له بغداد هوايي ډګر ه ۳ الوتنې ترسره شوې دي. نور هوايي ډګرونه هم شته، لکه د بصرې هوايي ډګر، چې له هغه ځایه ۸ الوتنې شوې دي. مونږ به له ټولو هوايي ډګرونو څخه د حاجیانو لېږد ته دوام ورکړو.
همدارنګه،د عراق د ترانسپورت وزارت د رسنیو د دفتر مشر، میثم الصافي، وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې ۱۰۰ الوتنې شوې دي، چې له اربیل، سلیمانیه، بغداد، نجف اشرف او بصرې هوايي ډګرونو څخه په مستقیم ډول مدینې منورې او جده ته تللي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4350139