IQNA

د  پاکستان په چارسده سیمې کې یو ستر دیني عالم ووژل شو

14:05 - May 05, 2026
د خبر لمبر: 3492730
ایکنا-  د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په چارسده ضلعې کې د اهل سنت ستر  دینی عالم او شیخ  الحدیث مولانا ادریس په یوې ترهه ګرې  حملې کې په ټکه ووژل شو او ورسره دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

یکنانیوز د دنیا نیوز له قوله راپور راکړی، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په  چارسدې سیمې کې په اتمانزو کې یو پخوانی ایم پي اې او تکړه دیني عالم د ناپيژاندو کسانو په یوه برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي ئې سخت ټپیان شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي،  چې پولیسو  دغه پيښه تائيد کړې ده او په سیمې کې ئې د نامعلومو کسانو په خلاف پلټونکي عملیات پیل کړی دي. او د وژل شوي  ددینی عالم جنازه ئې روغتون ته منتقله کړې ده .

البته ځينو خبرو سرچینو  وئيلي دي چې د دغه ستر دیني عالم جنازه نن مازدیګر  په اتمانزو ولسوالئ کې ترسره کیږي، وئیل کیږي، په زرګونو خلک ددغه نامتو دیني عالم په  جنازې  کې د ګډون لپاره سیمې ته روان شوي دي.د  پاکستان سیاسی او دیني سیاستوالانو او چارواکو دغه پيښه په زغرده غندلې او له حکومتي اورګانونو ئې غوښتي چې د خلکو او په تیره بیا د دیني عالمانو ژوند دې خوندي وساتي او د ترهه ګرو په ضد دې کوتلي  عملي اقدامات ترسره کړي.

https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/949747_1

captcha