
ایکنانیوز د «NST» له قوله راپور راکړی، دغه خطي قرآن د تایلینډ د ناراتیوات ولایت د اسلامي فرهنګي میراث په میوزیم او د قرآن د زدهکړې په مرکز کې نندارې ته کیښودل شوی دی.
دغه نسخه کابو ۵۰ کیلوګرامه وزن لري او د عباسي پړاؤ پر مهال د حیواناتو له پوستکو جوړو شویو ۳۴۶ پاڼو او طبیعي رنګ څخه په استفادې سره لیکل شوې ده. دا نسخه په سیمې کې د ساتل شویو نادرو او ارزښتناکو اسلامي اثارو له ډلې ګڼل کېږي.
د میوزیم مسئول نیک الهام نیک یوسوپ وویل چې د میوزیم تر ټولو لرغونی تاریخي اثر په ځانګړي مهارت جوړ شوی او د قرآن د لیکلو لپاره د سلګونو پروسس شویو حیواني پوستکو څخه کار اخیستل شوی څو پایداره پاڼې جوړې شي. هغه زیاته کړه چې ټول خام مواد په ځانګړي ډول د یمن له حضرموت سیمې څخه ور وړل شوي دي.
د طبیعي موادو پر کارونې سربېره، دغه خطي نسخه دا هم ښئي چې لومړنیو مسلمانو ټولنو څنګه له خپل چاپېریال څخه په نوښتګر ډول ګټه اخیسته. دا قرآن په بشپړ ډول په لاس او په کوفي خط لیکل شوی دی.
ځکه چې دغه نسخه په بشپړ ډول له طبیعي موادو جوړه شوې، نو ساتنه ئې دقیقو محافظتي لارو چارو ته اړتیا لري او باید له عصري کیمیاوي موادو او محلولونو پرته وساتل شي. د پاکولو او ترمیم چارې ئې هر شپږ میاشتې وروسته ترسره کېږي.
هغه وویل چې دغه خطي قرآن د مسلمان مبلغ شیخ جمادیل کبری په دوران کې له یمن څخه د مالایي ټاپوګانو پر لور خپل سفر پیل کړی و.
د هغه په وینا، دا نسخه له ۵۰۰ کلونو څخه زیات وخت په انډونیشیا کې ساتل کېدله، تر دې چې کابو پنځه کاله مخکې د کرونا وبا پر مهال ناراتیوات ته وړل شوې ده.
هغه وویل: «د اسلامي تمدن د دې ارزښتناک میراث د خوندي ساتلو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، او لیدونکو ته اجازت نه ورکول کېږي چې دغه نفیس اثر ته لاس وروړي.
https://iqna.ir/fa/news/4351172