IQNA

د شهید رهبر په حضور کې د تلاوت روایت!

له نه ختمیدونکی غمه تر هغې عبا پورې چې د یادګار په توګه پاتې شوه

14:20 - May 11, 2026
د خبر لمبر: 3492754
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاري،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د نه شتون  له درده،د هغه په حضور کې د خپل  لومړي تلاوت او د معظم‌له له خوا د عباد ډالۍ کېدو خاطره بیان کړې ده.

 د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال قاري، محمدحسن موحدي، د «دیدار» په نوم  په  ټيلیویژني   پروګرام کې چې د سید وحید مرتضوي په مجریتوب  د قرآن او معارفو له چینل خپرېږي، د  اسلامی انقلاب له  شهید رهبر آیت‌الله العظمی امام  خامنه‌ای سره د خپلو لیدنو خاطرې او ناویل شوې خبرې شریکې کړې.

موحدي وویل؛مونږ لا هم نه یو توانېدلي چې د خپل رهبر لپاره سمه ماتم‌داري وکړو. یوه چوپه او بنده شوې سلګۍ لا هم زمونږ په سینو کې پاتې ده او نه پوهېږو چې کله به د راوتلو فرصت پیدا کړي. مونږ لا تر اوسه هغه فرصت نه دی موندلی چې خپل غم داسې څرګند کړو لکه زمونږ د پلارونو نسل چې د امام خمیني (رح) د رحلت پر مهال کړی و.

د مسلمانو محصلینو د نړیوالو قرآني سیالیو د لومړي مقام ګټونکي زیاته کړه؛ په ۱۳۸۴ لمریز کال کې، وروسته له دې چې ما د قرآن په سیالیو کې مقام ترلاسه کړ، د علمي او فرهنګي شخصیّت په توګه د اسلامی انقلاب د شهید رهبر له غوره کسانو  سره لیدنې ته د تلاوت لپاره دعوت شوم. په هغه لیدنې کې مو د فتح مبارکې سورې آیتونه تلاوت کړل، او  ستر لارښود  هم په ځانګړې مینې او پاملرنې سره زما د تلاوت هرکلی وکړ؛ خو له دې ټولو هڅونو سره سره، راته دا توفیق په برخه نه شو چې له نږدې ورسره روغبړ او خبرې وکړم.»

هغه زیاته کړه: «کلونه کېږي چې په بېلابېلو محفلونو، آن له هېواده په بهرنیو پروګرامونو کې هم، په همدې عباسره  تلاوت کوم، او د تلاوت له پیل مخکې وایم چې دا عبا د اسلامی انقلاب د رهبر ډالۍ ده. په ۱۳۸۹ کال کې مې په بحرین کې هم په همدې عبا تلاوت درلود، او د بحرین د شیعیانو مینه او ارادت د اسلامي انقلاب او د اسلامی انقلاب د رهبر سره راته ډېر د پام وړ  او یادګاري ښکاره شو.»

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4351139

captcha