
ایکنانیوز د «mediaselangor» له قوله راپور راکړی، د ملایشیا د سلانګور صوبې د اسلامي مذهبي شورا (MAIS) مشر صالحالدین سعیدین، وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۱۶۷۵ کسانو په دغې صوبې کې اسلام قبول کړی، چې دا په ایالت کې د دین د بدلون د منظم مدیریت د اغېزشیندنې څرګندونه کوي.
هغه وویل: «له دې شمېر څخه ۷۷۲ کسان، چې د ټول شمېر ۸۲.۱ سلنه جوړوي، د دین د بدلون د مدیریت د مرکزونو (PPP) له لارې ثبت شوي دي، چې جوماتونه او اسلامي غیردولتي بنسټونه (PIBK) هم پکې شامل دي. پاتې کسان د MAIS د مرکزي دفتر او د سیمو د اسلامي مذهبي دفترونو (PAID) له لارې ثبت شوي دي.»
هغه زیاته کړې چې دغه مرستې او ملاتړ د دې لپاره دي چې هغه مرکزونه وهڅول شي او انګېزه ورکړل شي چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې ئې د اسلام منلو د ثبت چارې په اغېزناک ډول مدیریت کړې دي.
هغه همداراز د دغو مرکزونو پر مهم رول ټینګار وکړ، چې د MAIS او د سلانګور د زکات له ادارې سره په ګډه د نوو مسلمانانو د هوساینې، ملاتړ او دیني زدهکړو په برخې کې مرسته کوي.
صالحالدین وویل چې د ملایشیا د اسلامي هوساینې ادارې (PERKIM) د سلانګور څانګې، د تر ټولو ډېرو ثبت شوو کسانو له امله، د اصلي ترلاسه کوونکو له ډلې وه، او له هغې وروسته د هدایت مرکز بنسټ (HCF) او څو نور دعوتي تنظیمونه ځای لري.
https://iqna.ir/fa/news/4351370