IQNA

په قبا مسجد کې د سمارټ (بې ډرائيوره)بس ازمایښتي پروژه پیل شوې

13:59 - May 13, 2026
د خبر لمبر: 3492763
ایکنا - د سعودي عرب د عامه ترانسپورټ ادارې د مدینې د سیمې د پراختیا ادارې  په ملګرتیا سره  د قبا جوما( Quba Mosque )په ساحې کې د بې‌ډرائيور ه بس ازمایښتي پروژه پیل کړې ده.

  ایکنا نیوز  د «الوطن» له قوله راپورراکړ، دا پروژه د  حاجیانو او زیارتوالو  لپاره د خدماتو د ښه کولو، د سمارټ یا بې ډرائيوره  ټرانسپورټ د پراختیا او د نوې ټیکنالوژۍ په برخې کې د سعودي عرب د مقام د پیاوړتیا په موخې سره  عملي کېږي.

د سعودي د ټرانسپورټ ادارې او د مدینې منورې د پراختیا ادارې اعلان کړی، چې د «اټومیټیک چلیدونکي بس» ازمایښتي پروګرام ئې د مسجد قبا په ساحه کې پیل کړی دی. دا ګام د  او دوامدار ترانسپورټي حل لارو د پراختیا او د سعودي د ۲۰۳۰ لیدلوري په چوکاټ کې اخیستل شوی دی.

دغه پروژه د مسجد نبوي او د مدینې تاریخي سیمو ته د ورتلونکو حاجیانو  او زائرینو د خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره پیل شوې ده او هڅه کوي چې لیدونکو ته خوندي، اسانه او د چاپېریال سره سازګاره تجربه برابره کړي.

دغه بې ډرائيوره  بس، چې «Autonomous RoboBus» نومېږي، په پرمختللو ټیکنالوژیو لکه مصنوعي ځیرکتیا، هوښیار حسګرونه او دقیقو کیمرو سمبال دی، څو وکولای شي په ګڼې ګوڼې سیمو کې په لوړه کچه خوندیتوب سره فعالیت وکړي.

د دې پروژې ازمایښتي موده ۶۰ ورځې ټاکل شوې او د بس ځانګړې شوې لار  کابو  ۷۰۰ میتره اوږدوالی لري.

د ترانسپورټ دا سیستم په بشپړ ډول د مصنوعي ځیرکتیا او سمارټ  څارنیزو سیستمونو پر بنسټ فعالیت کوي، او د لارې په اوږدو کې ځانګړي تمځایونه، د حاجیانو  او  زائرینو ځانګړې داخلېدونکې لارې او د چارج کولو سټېشنونه هم په پام کې نیول شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4351729

captcha