
ایکنانیوز د فلسطین د «صفا» خبري آژانس له قوله راپور راکړی، د قدس نړیوالې مؤسسې په یوې اعلامیې کې د قدس له اوسېدونکو او د ۱۹۴۸ نیواکي سیمو فلسطینیانو غوښتي چې د لاقصی جومات د دفاع او د صهیونیستي رژیم د تېریو پر ضد، په راتلونکو پنجشنبې او جمعې ورځو کې دې دغه سپېڅلي ځای ته لاړ شي.
ددغې مؤسسې په اعلامیې کې ټینګار شوی چې پراخ شتون ، لمونځ ادا کول، دعا، د قرآن تلاوت او د مسجدالاقصی په انګڼو او د قدس ښار په زړې برخې کې د خلکو شتون پیاوړی کول، د «بیرغونو لاریون» او د ښارګوټي مېشتو د اقداماتو پر وړاندې دمقابلې تر ټولو مهمې لارې دي.
د قدس نړیوالې مؤسسې په خپل بیان کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د مئ د ۱۵ نېټې، چې د فلسطین د نکبت د ۷۸مې کلیزې سره برابره ده، د قدس د نیواک له کلیزې سره هممهاله کېدل دا ښئي چې د امریکا په ملاتړ سره د صهیونیستي رژیم د «له منځه وړلو او بشپړ تسلط» پروژې پر وړاندې د مقابلې لارې یو بل سره نښتي دي.
دې مؤسسې زیاته کړې چې صهیونیستي رژیم هڅه کوي د فلسطیني کډوالو د ستنېدو حق له منځه یوسي، د فلسطیني کډوالو د نړیوال شاهد په توګه د UNRWA رول ختم کړي، او هممهاله د مسجدالاقصی د یهودي کولو او د ادعایي معبد په بشپړ بدلولو بهیر پر مخ یوسي.
په اعلامیه کې راغلي، چې نیواکګر رژیم هڅه کوي عربي قدس په «عبري یروشلیم» بدل کړي، او همدارنګه په غزې کې جګړه، په لوېدیځي غاړې کې جبري کوچ او د لبنان او ایران د مقاومت چورلیز پر ضد دباؤنو ته دوام ورکړي.
پر مسجدالاقصی د لا زیاتو بریدونو په اړه خبرداری
د قدس نړیوالې مؤسسې په اعلامیې کې خبرداری ورکړی، چې صهیونیستي رژیم د هغو ډلو سره په همغږۍ کې چې ځانونه «د معبد سازمانونه» بولي، غواړي د قدس د نیواک کلیزه د مسجدالاقصی پر ضد د نوو بریدونو د پیل په فصل بدله کړي
د دې بیان له مخې، د تلابیب له موخو څخه یوه دا ده چې په مسجدالاقصی کې نوې تګلارې رامنځته کړي؛ له هغو څخه په جمعې ورځې د ښارګوټي مېشتو د یرغلونو تپل دي، داسې اقدام چې د ۱۹۶۷ کال د قدس له نیواک وروسته ئې مخینه نه ده لرلې.
https://iqna.ir/fa/news/4351708