IQNA

ګوارډیولا: د فلسطین په ملاتړ د یامال دریځ د ویاړ وړ دی

12:09 - May 14, 2026
د خبر لمبر: 3492770
ایکنا- د مانچسټر سېټي روزونکي، Pep Guardiola، ددغه ټیم  د مشهور لوبغاړي  Lamine Yamal پر ضد د هغو نیوکو په غبرګون کې چې د فلسطین د ملاتړ  په خاطر پرې شوې وې، وویل چې فوټبالران حق لري د انساني او سیاسي موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي، او د لامین یامال دریځ باید د ویاړ وړ وګڼل شي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د فلسطین د اطلاعاتو مرکز څخه ئې نقل کړی، ګوارډیولا د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا لوبغاړي باید له فوټبال پرته نورو موضوعګانو کې له نظر ورکولو ډډه وکړي، وویل:

«ایا ته هم باید په هغو موضوعاتو کې لاسوهنه ونه کړې چې له تا سره تړاو نه لري؟ ته دلته یوازې د کریسټال پالاس د لوبې په اړه د پوښتنې لپاره یې.

هغه زیاته کړه:   خو بیا هم ځواب درکوم… فوټبالران د میلیونونو خلکو لپاره بېلګې دي او د هغوی د غږ اغېز لري، نو ځکه حق لري چې د اړتیا پر مهال خپل نظر څرګند کړي.»

هسپانوي روزونکي وویل:   که ستا کورنۍ هلته د کورونو تر کنډوالو لاندې وای، آیا بیا به هم دلته ولاړ وې او د هغه لوبغاړي په اړه به دې خبرې کولې چې یوازې د توپ پسې منډې وهي؟ یقیناً نه.

ګوارډیولا په دوام کې ټینګار وکړ:  ته دا نه شې ټاکلی چې مونږ باید د څه شي په اړه خبرې وکړو، او د لامین دریځ هغه څه دي چې باید پرې ویاړ وشي؛ داسې دریځ چې اوس د ټولې نړۍ د بحث موضوع ګرځېدلې ده.»

https://iqna.ir/fa/news/4351988

captcha