
د ایکنا د راپور له مخې، د دغه ۲۴ کلنې فرانسوي لوبغاړې پلویانو په ټولنیزو چینلونو کې عکسونه او ویډیوګانې شئیر کړې، چې پکې ساشا بوئي د میدان په مینځ کې د فلسطین بیرغ پورته کړی دی.
بوئي د ګالاتاسرا د وروستیو کلونو یو مهم لوبغاړی دی چې د دفاع په ښي اړخ کې لوبې کوي او مخکې ئې د بایرن مونیخ لپاره لوبې کړې دي.
دغه پېښه یوازې څو ورځې وروسته د هسپانیا د ملي ټیم د ځوان ستوري لامین یامال له ورته اقدام وروسته وشوه؛ هغه هم د بارسلونا د لیګ د قهرمانۍ په جشن کې د فلسطین بیرغ پورته کړ.
یامال د دې اقدام په پایلې کې د اسراییلو په رسنیو او چارواکو پراخې نیوکې وشوې، خو له دې سره په یووخت د هسپانیا له رسنیو او صدراعظم څخه ئې ډېره ستاینه وشوه، او هغوی د ځوان لوبغاړي د موقف کلک ملاتړ وکړ.
دا لومړی ځل نه و چې د ګالاتاسرا په جشنونو کې د فلسطین بیرغ ښکاره شو. مراکشي ستوری، حکیم زیاش، دوه کاله مخکې هم د دې ټیم د قهرمانۍ په جشن کې د غزې د تړانګې پر وړاندې په جګړې کې ځان د فلسطین بیرغ سره پوښلی و.
https://iqna.ir/fa/news/4352526