
د ايکنا د راپور له مخې، سعودي عربستان له پرون څخه د عمرې ویزې صادرول پیل کړي دي. دعربستان د اوقافو او مذهبی چارو وزارت هم اعلان کړی چې «د عمرې زائرینو د منلو بهیر له دې څخه دوه اونۍ وروسته پیل کېږي.»
تېر کال سعودي عرب د ذیالقعده له پیل څخه ویزې صادرولې، خو سږ کال د نسک سیسټم د نوي کولو (د شخصي معلوماتو او د سفر تاریخچه اضافه کول) له امله د ویزې صدور یوه میاشت ځنډېدلی دی.
د سعودي عربستان د عامې امنیت او د حج د امنیتي کمیټې مشر، محمد البسامي، د حج د امنیتي ځواکونو او اړوند پوځي او ادارې له همکارانو سره د مقدسو ځایونو په کتنې کې، د ټولو ځواکونو د بشپړ چمتوالي یادونه وکړه څو د حج مراسم په بشپړ امنیت او ارامۍ سره ترسره شي.
د اخبار ۲۴ په راپور کې راغلي: البسامي د دې کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې امنیتي او تنظیمي پلانونه بشپړ چمتو دي او موخه ئې د زائرینو د امنیت، سلامتۍ او آرامتیا تضمین دی څو حج په اسانۍ او ارامۍ سره ترسره کړي.
سږ کال بهرني زائرین د حج د مراسمو پای ته له رسېدو دوه ورځې وروسته (له ۱۴ ذیالحجه) عمره مفرده ترسره کولی شي. البته د حج او زیارت ادارې لا هم د زائرینو د لیږد اجازت نه دی صادره کړې.
د ویزې د اعتبار له ختمېدو وروسته د پاتې کېدو جرمانه مشخصه شوه
ایکنا- د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په بیانیې کې ټینګار شوی چې هر بهرنی چې د ویزې د اعتبار له ختمېدو وروسته په هېواد کې پاتې شي، تر ۵۰ زره ریالو پورې جریمه، تر ۶ میاشتو پورې بند او له هېواد ډيپورټ کولو سره مخ کېږي. دغه وزارت له ټولو غوښتنه کړې چې د حج د موسم لارښوونو ته پابند او له اړوند ادارو سره ملګرتیا وکړي، او یادونه ئې کړې چې له دغو مقرراتو سرغړونه قانوني سزا لري.
https://iqna.ir/fa/news/4352627