
د ایکنا د راپور له مخې، آیتالله رشاد پرون د ذی الحجه د میاشتې په لومړۍ ورځ په یولړ څرګندونو کې وویل: دا واده یوازې تاریخي یا کورنۍ پیښه نه ده، بلکې په هستۍ کې داسې واقعه ده چې باید د پنځون په نظام کې وڅیړل شي.
هغه زیاته کړه، د دغه واده مهم برکت د شریعت او دین ساتنه ده. د اهل تشیع تاریخ او حتی د اهل سنت ځینې برخې د دې واده له نسل څخه مننه لري، ځکه هغه څوک چې دین یې وساته، زیاتره له ساداتو وو او نسب ئې رسول الله(ص) ته رسېد.
رشاد وویل، د قرآن لومړني مفسرین، لوي فقیهان او راویان له همدغه نسل څخه راوتلي، او هر څه چې بشر ته د علم او معرفت برخه شوې، د دغه خاندان له لارې نسلونو ته منتقل شوي دي.
هغه د حکمت د دوو څانګو تشریح وکړ او وې وئيل؛: پیغمبر اکرم(ص) کتاب او حکمت دواړه یو ځاي پرېښودل؛ یوه څانګه نبوي حکمت او بله ئې الهي حکمت دی چې د علي او فاطمه(ع) او د هغوی د اولادونو له لارې په تاریخ کې بشریت ته رسول شوې دي.
رشاد ټینګار وکړ چې د علي(ع) او فاطمه(س) واده له یوې عادي کورني تړون څخه زیات دی؛ دا یو وجودي او تاریخي تړون دی چې ټول انساني تاریخ باندذې ئې اغېزې کړی دی. د دې مبارک واده نتیجه «کوثر» دی، چې د ظلمت څخه د رڼا پر لور د بشر د نجات زمینه برابروي.
https://iqna.ir/fa/news/4352866