IQNA

په دوحې کې د عثماني پړاؤ د طلائي قرآن نندارې ته وړاندې شو

15:20 - May 20, 2026
د خبر لمبر: 3492798

 

ایکنا- یو قرآن چې په طلايي رنګ لیکل شوی او ارزښت ئې له یو میلیون قطري ریالو څخه زیات دی، د دوحې دکتاب په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

 ایکنانیوز د بلد نیوز په حواله راپور راکړی،د قطر د ګلوب آرټ شرکت مالک، مسلم امیني،د عثماني سلطان له  نادرو نسخو څخه قرآن چې له ۶۰۰ کلونو څخه زوړ دی او ارزښت ئې له یو میلیون قطري ریالو څخه زیات دی، د دوحې د  کتاب په نړیوال نندارتون (DIBF) ۲۰۲۶ کې نندارې ته وړاندې کړ.

هغه وویل چې دا قرآن د طلا رنګ په قلم لیکل شوی دی او د سلګونو نورو کتابونو، نسخو او تاریخي آثارو ترڅنګ چې د اسلام او نړۍ په بېلابېلو پړاؤنو کې تاریخي شواهد وړاندې کوي، ددې کال په نندارتون کې یو  نادر  اثر دی.

امیني ټینګار وکړ چې په دغې خزانې کې د نادرو نسخو، کتابونو او تاریخي آثارو مجموعه شته چې د یوې ګرځنده تاریخي میوزیم صحنه جوړوي.

هغه زیاته کړه: «دا قرآن د عثماني پړاؤ د اسلامي خوشنویسئ او سینګار یوه نادره نمونه ده چې په دقت سره په لاس لیکل شوی او په پیچلو نقاشیو سره د طلا په کارولو سره سینګار شوی دی.»

امیني څرګنده کړه چې دغه ځانګړتیاوې دا قرآن په داسې اثر بدلوي چې د دیني، هنري او تاریخي ارزښت ترکیب وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4352941

captcha