
ایکنانیوز د المسیره له قوله راپور راکړ، ، په لکونو یمنيانو په صنعا او صعده ښارونو کې پراخ لاریونونه ترسره کړل، او د قرآن او مسجد الاقصی د ملاتړ په اعلانولو سره ټینګار وکړ چې د لبنان د خلکو او مقاومت ترڅنګ دریږي، او د هر ډول مقابلې لپاره چمتو دي.
په هغې بیانیې کې چې د «د قرآن او مسجد الاقصی مرسته ،له لبنان سره همغږي او د بشپړ چمتووالي ټینګار» په عنوان سره خپره شوه، راغلي دي؛ مونږ د صهیونيسټانو لخوا د قرآن کریم پر دوامدارو سپکاویو او د مسجد الاقصی د سپکاوي د هر ډول عملونو مخالفت کوو. مونږ به د صهیونيسټي رژیم د هر ډول تازه توهینونو او کرغیړنو کړنو په وړاندې چوپ پاتې نه شو.
په بیانیه کې دا هم راغلي: «مونږ د مسلمانانو او زمونږ امت ملتونو ته بلنه ورکوو چې د خداي په لاره کې جدي حرکت وکړي، د بندیزونو کمپاینونه پراخ کړي او په میلیوني لاریونونو کې برخه واخلي. مونږ له مسلمانانو غواړو چې د صهیونيسټي پلانونو او د د اسلاميامت ددغه شان دښمنیو په وړاندې ودریږي.
بیانیه همدارنګه ټینګار کوي: مونږ د خپل قرآني، دیني او اخلاقي موقف پر بنسټ د غزې د خلکو ملاتړ او د مسجد الاقصی او د فلسطین د هرې برخې آزادولو هڅه په جدیّت سره تعقیبوو.
په بیانیې کې د امریکا او اسرائیل رژیمونو ته هم خبرداری ورکړل شوی:چې مونږ د هر ډول نوې پېښې یا د امریکا او اسرائیلو د هر ډول هغه ظلم او کړاؤ په وړاندې بشپړ چمتووالی اعلانوو چې زمونږ سیمه او اسلامي امت په نښه کوي.
د اعلامیې په پآی کې راغلي دي؛ مونږ به د حق پر موقف کلک ودریږو ، د مسؤلیت غږ ته به ځواب ووایو او د انقلاب تر بیرغ لاندې په بشپړ قدرت سره حاضر یو.»
https://iqna.ir/fa/news/4352958