
یکنا نیوز د «مسلمون حول العالم» په حوالهراپور راکړ؛ دغه فرهنګي او بشردوستانه پروګرام د بېلابېلو کلتورونو خلک په داسې فضا کې سره ټول کړل چې له خبرو اترو، زغم او ګډانساني ژوند څخه ډکه وه.
سره له دې چې په وارسا کې په همدې وخت کې ګڼ نور پروګرامونه هم روان وو، خو دې غونډې د پام وړ هرکلی ترلاسه کړ. د اسلامي فرهنګي مرکز تنظیموونکو د لیدونکو د پراخ ګډون ستاینه وکړه او دا ئې د ملګرتیا، د پوهې د زیاتوالي، د کورنۍ د تود چاپېریال او رښتینو خبرو اترو د رامنځته کېدو لامل وباله.
د دې پروګرام ناستې او بحثونه د بشریت، نړۍ او ګډو ارزښتونو په اړه پر بېلابېلو انساني او فکري پوښتنو متمرکز وو، چې له ډلې یې یوه اساسي پوښتنه د هر انسان ارزښت او مقام و، پرته له دې چې د هغه اصل، توکم، عقیده یا فرهنګي مخینه څه وي.
د دې غونډې تنظیموونکو، د هر انسان پر ذاتي ارزښت او کرامت د خپل باور په ټینګار سره، وویل چې دا ډول نوښتونه د تعامل، خبرو اترو او د تفاهم د پلونو د جوړولو مخ په زیاتېدونکې اړتیا څرګندوي، نه د خنډونو او تفرقې رامنځته کول
په وارسا کې اسلامي فرهنګي مرکز څرګنده کړه چې دې غونډې د بېلابېلو کلتورونو خلکو ته د یووالي فضا برابره کړې وه، چې دا په پولنډي ټولنې کې د متقابل تفاهم او مثبت ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره د ټولنیزو غونډو اهمیت ښيي.
دغه مرکز همدارنګه په وارسا کې د «د میوزیمونو شپې» د پروګرام ټولو تنظیموونکو ته مبارکي وویله او د دې ښار د هغه رول ستاینه وکړه چې د فرهنګي تعامل، ګډ ژوند او شریکو تجروبو لپاره ئې پرانیستې فضا برابره کړې ده.
دغې غونډې درې اساسي پیغامونه درلودل:
د بېلابېلو کلتورونو او مخینو لرونکو خلکو ترمنځ د خبرو اترو او انساني تفاهم پیاوړتیا،
د هر انسان پر ارزښت او کرامت ټینګار، پرته له دې چې دین، توکم یا اصل یې څه وي،
او په اروپا کې د اسلامي بنسټونو د هغه رول بیانول چې د ټولنیز تفاهم د پلونو په جوړولو او د ناسمو کلیشو په له منځه وړلو کې ئې لري.
https://iqna.ir/fa/news/4353806