
د ایکنا د راپور له مخې، چې د عاجل خبري اژانس په حواله ئې راکړی ،راغلي دي؛ په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د حج او عمرې نظام له پراخو بدلونونو سره مخ دی، د «له بکسې پرته حج» طرحه چې د دغه هېواد د حج وزارت یې د یو شمېر اړوندو ادارو په ملګرتیا پلې کوي، د یوه مهم او پرمختللي پروژې په توګه راڅرګنده شوې ده.
د «له بکس پرته حج» د طرحې موخه د حاجی د سفر تجربه له خپل هېواده د وتلو له شیبې تر بېرته ستنېدو پورې ښه کول دي، د اضافي بارونو په کمولو سره چې له بکسونو سره تړاو لري، او د یوه اسانه او آرام سفر ماډل وړاندې کول دي چې د خدماتي او عملیاتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ولاړ وي.
د مسؤلینو په وینا، دا طرحه سږ کال د لومړي ځل لپاره پر ټولو بهرنیو حاجیانو او زیارتوالو پلې کېږي، چې دا د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د خدای مېلمنو ته د خدمت رسونې پراخوالی او بشپړتیا ښئي، او په نړیواله کچه د خدماتو د معیارونو یو شانوالی او د عملیاتو د اغېزمنتیا زیاتوالی تضمینوي.
دغه نوښت د چارو د چټکتیا په برخې کې هم ستر پرمختګ رامنځته کړی، ځکه د زائرینو د چارو د بشپړولو وخت له ۱۲۰ دقیقو څخه یوازې ۱۵ دقیقو ته راکم شوی دی. دا د حج د نظام د تخنیکي او عملیاتي پرمختګ کچه څرګندوي او ښيي چې دغه نظام د خدماتو کیفیت او دقت ته له زیان رسولو پرته د چارو د چټکتیا وړتیا لري.
دا نوښت د سعودي د حج او عمرې وزارت له هغو هڅو څخه یوه برخه ده چې د هوائي چلند، ترانسپورټ او لوجستیک له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي، څو د حاجیانو د سفر بهیر له سره تنظیم کړي او د دودیزو عملیاتي چارو لکه د الوتنو او سفرونو پر مهال د بکسونو د منتقلولو او تعقیب پر ځای، د حاجی صیب آرامتیا او هوساینې ته لومړیتوب ورکړي.
د دې طرحې بنسټیزه مفکوره دا ده چې د زائر بکسې مستقیم په خپل هېواد کې د هغه د اوسېدو له ځایه په مکه یا مدینه کې ، د هغه د اوسېدو ځای ته ولېږدول شي، او د بېرته ستنېدو پر مهال هم همدا بهیر عملي شي. بکسونه به د لوجستیکي خدماتو متخصصو شرکتونو ته سپارل کېږي، چې د هغوی د لېږد، پروسس او تعقیب مسؤلیت به تر وروستي سپارلو پورې پر غاړه لري، پرته له دې چې حاجي ئې د سفر په بېلابېلو پړاوونو کې له ځان سره ولېږدوي.
دغه ماډل په هوائي ډګرونو کې د ګڼې ګوڼې په کمولو، د داخلېدو او وتلو د چارو په چټکتیا، او د حاجیانو په ځانګړي ډول د سپینږیرو او ناروغانو د بار په کمولو کې مرسته کړې ده. په پایلې کې د عمومي هوساینې کچه لوړه شوې او زائر ته ئې دا زمینه برابره کړې چې د مناسکو پر ادا کولو ډېر تمرکز وکړي.
د «له بکس پرته حج» طرحه د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ لیدلوري له اهدافو سره سمه ده، چې د حج او عمرې د سکټور پر پراختیا او زائرینو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو د اغېزمنتیا پر زیاتوالي تمرکز لري، د نوښتګرو حل لارو په خپلولو سره چې د خدماتو کیفیت لوړوي او عملیاتي هڅې کموي.
https://iqna.ir/fa/news/4353750