IQNA

د نجف مصحف؛ د شیعّیت ضد شبهاتو د ځوابَولو هڅه(انځور)

10:41 - May 25, 2026
د خبر لمبر: 3492820
ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.

د ایکنا د راپور له مخې چې د الکفیل له قوله ئې خپور کړی راغلي دي ، له پېړیو راهیسې  غرضي رسنیو د حقایقو په تحریفولو سره هڅه کړې چې د اهل بیتو(ع) د پیروانو د عقایدو په اړه د قرآن کریم په تړاو شکونه او شبهې خپرې کړي. ښائي تر ټولو عام دروغ دا وي چې ګواکې شیعیان خپل ځانګړی قرآن لري چې د مسلمانانو له اوسني قرآن سره توپیر لري؛ دا یوه ناامیده هڅه ده چې موخه ئې د اهل بیتو(ع) د مکتب پیروان د اسلام له اصلي سرچینې څخه جلا کول دي.

په همدې شرایطو کې،د علم او علماوو د مرکز نجف اشرف په زړه کې، او د امیرالمؤمنین(ع) د سپېڅلي حرم ترڅنګ، دغو تورونو ته ځواب یوازې د ویناوو له لارې نه، بلکې د یوه تاریخي اقدام یعنې د «مصحف نجف» (د نجف اشرف قرآني چاپ) د مخکتنې له لارې ورکړل شو، هغه اقدام چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۹ ئې دیني او فرهنګي محفلونه ولړزول. اوس پوښتنه دا ده چې د دې لاسته راوړنې حقیقت څه دی؟ ایا مونږ به له داسې بل قرآن سره مخ شو چې د نورو «شیعه قرآنونو» ترڅنګ ځای ونیسي،او که دا لاسته راوړنه به شک کوونکي او تور لګوونکي چُپ کړي

د ۲۰۲۶ کال د مئ په ۵مه، سه‌شنبه، د عباسي سپېڅلي آستان متولي، حجت‌الاسلام والمسلمین سید احمد الصافي،د حسيني او عباسي آستانو د قاریانو له یوه پلاوي سره په لیدنې کې ټینګار وکړ چې د نجف اشرف مصحف د هغو شبهاتو عملي ځواب دی چې د قرآن کریم په اړه د اهل بیتو(ع) د پیروانو پر ضد مطرح کېږي.

هغه وویل: «د نجف اشرف د قرآن د چاپ مفکوره او   بېلابېل پړاوونه ئې په ۲۰۰۹ کال کې مطرح او اعلان شول، او کار ئې په تېرو پنځو کلونو کې بشپړ شو. دا پروژه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د رمضان په مبارکې میاشتې کې پای ته ورسېد  او د امام رضا(ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت ئې رسماً مخکتنه وشوه.

نوموړي زیاته کړه: «دغه د قرآني نسخې مصحف چې د نجف اشرف نوم   لري، د دې لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د قرآن کریم په اړه د اهل بیتو(ع) د پیروانو پر ضد ځینې مطرح شوې شبهې ردوي.»

عراقي هنر لرونکی قرآن!

د ډېرو کلونو لپاره ټول عراق، په ځانګړي ډول نجف، په جوماتونو او بېلابېلو دیني غونډو کې د قرآن د وېش لپاره ئې پر هغو نسخو تکیه کړې وه چې له هېواده بهر چاپېدلې؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «  نجف اشرف قرآن » پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان له خوا پیل شوې وه، د لومړني داسې قرآن په توګه راڅرګنده شوه چې له پیل تر پایه په بشپړه توګه په عراق کې چمتو او تولید شوی دی.

ټکنالوژي د سپېڅلي کار په خدمت کې!

عباسي سپېڅلي آستان د دې پروژې د بشپړولو لپاره یوازې د ښکلي خطاطۍ پر ښکلا بسنه ونه کړه، بلکې د چاپ، خپرولو او وېش لپاره ئې په دارالکفیل چاپخونې کې له نوې ټیکنالوژۍ څخه هم ګټه واخیسته، څو د نړیوالو معیارونو لرونکی قرآن تولید کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4353873

captcha