
د ایکنا د راپور له مخې، د زمزم څاه د مسلمانانو په مینځ کې معنوي او سمبولیک ارزښت لري او د نورو تاریخي ودانیو ترڅنګ، په مکه مکرمه کې له مهمو کتونکو ځایونو څخه ګڼل کېږي. هر هغه څوک چې حج ته تللی وي یا ئې د خدای د کور له زائرانو سره لیدلي وي، د دې سپېڅلو اوبو یو غوَړپ ئې څښلی دی.
زمزم د مسجدالحرام له مبارکو آثارو څخه دی چې د «اسماعیل څاه» او «حفیره عبدالمطلب» (هغه څاه چې عبدالمطلب کيندلې ؤ) په نومونو هم یادېږي او د خدای د کور ترڅنګ موقعیت لري.

د دې د رامنځته کېدو تاریخ له میلاد څخه ۱۹۰۰ کاله مخکې ته رسېږي او د حضرت ابراهیم(ع) زمانې ته ورګرځي (دایرة المعارف تشیع، ټوک ۸، مخ ۴۸۹). هغه مهال چې حضرت ابراهیم(ع) د الله تعالی په امر خپله مېرمن هاجره او زوی اسماعیل په دې وچه او بېاوبو سیمه کې پرېښودل، تنده پرې غالبه شوه. نو الله تعالی د حضرت جبرائیل(ع) په وسیله د زمزم څاه راپیدا کړه ترڅو د اسماعیل او هاجر بی بی ژوند وژغوري. په همدې توګه، د زمزم څاه د الهي نښو او معجزو له جملې څخه ګڼل کېږي.
ازرقي، چې د «تاریخ مکه» کتاب لیکوال دی، د هغو ۲۴ څاهګانو نومونه یاد کړي چې د زمزم له کیندلو وړاندې موجودې وې، همدارنګه د زمزم وروسته د اسلام تر ظهور مخکې د ۵ نورو څاهګانو او د اسلام له ظهور وروسته د ۱۳ څاهګانو نومونه هم ذکر کړي دي. خو ډېری دغه څاهګانې د وخت په تېرېدو له منځه تللې دي، مګر زمزم چې اصلي سرچینه یې د خداي تعالی له فیضه ډکه چینه ده او د حجاز د سوځنده صحرا له زړه راخوټېدلې، لا هم روانه ده او د قیامت تر ورځې به وچه نه شي.

د زمزم څاه د مسجدالحرام د طواف په سیمې کې، د سعودي عربستان د لوېدیځ په مکه مکرمه کې موقعیت لري. دغه څاه د کعبې ختیځ لوري ته، د حجرالاسود او د کعبې د دروازې ترمنځ پرته ده.
یاقوت حموي، د «معجم البلدان» کتاب لیکوال، د زمزم له نوم څخه اخیستل شوي ګڼ نومونه یاد کړي چې مسلمانان یې د څاه او اوبو لپاره کاروي. لکه څنګه چې هغه ویلي، دا نومونه عبارت دي له: «زمام»، «زمزم» او «زمزم». همدارنګه ځینې نومونه یې د هغو پېښو له امله دي چې له دې څاه سره تړاو لري، نو ځکه ورته «حزمة جبرئیل»، «رکدة جبرئیل» او «حزمة الملک» هم ویل کېږي.

«حزمة» او «رکدة» دواړه یو شان معنا لري او ټیټې او هوارې ځمکې ته ویل کېږي. عربان هغه اوبو ته چې د پښې د تلې په وهلو سره له ځمکې راوځي «حزمة» وايي.
زمزم ته «سُقیة الله لإسماعیل» (د اسماعیل لپاره د الله اوبه) هم ویل کېږي. همدارنګه دا نور نومونه هم لري: «الشُبعة»، «مَضْنُونَة»، «بَره»، «تَکْتُم»، «طَعام طَعام»، «شِفاء سقم»، «طَعام الابرار»، «شَراب الابرار» او «طیبه».









https://iqna.ir/fa/news/4354492