IQNA

یوه مراکشي لیکواله وائي؛حج د اسلامي امت لپاره د یووالي او سیاسي بیدارئ موسم دی

13:09 - May 30, 2026
د خبر لمبر: 3492841
ایکنا- مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب، ټینګار وکړ: حج د ګډ ژوند د پیاوړتیا، د نورو کلتورونو د منلو او د نورو ملتونو د دود او دستورونو  پر وړاندې د پرانیستې فضا لپاره یو فرصت دی، او د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې بیدارئ موسم ګڼل کېږي.

یکنانیوز راپور راکوي، د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي، د اسلامي امت د یووالي، د حج د فلسفې او د دې فریضې د ټولنیزو او نړیوالو اغېزو د اهمیت  باب ایکنانیوز له دغې   مراکشۍ خبریالې او لیکوالې حیات لعلاب سره مرکه کړې ده، چې  خیني برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

ایکنانیوز  ـ د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي او د اسلامي امت د یووالي په برخې کې د حج رول څنګه ارزوئ؟

ځواب ؛ حج بېلابېل ديني، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړخونه لري او هغه موسم دی چې مسلمانان پکې له بېلابېلو ژبو، توکمونو او مذهبونو سره یو ځای کېږي.

اسلام مونږ ته راښئي چې حج یو ديني زیږنځاي دی ، چې له ژبنیو او مذهبي توپیرونو پرته ، پکې د مسلمانانو د ورورولۍ اړیکې  پیاوړې کېږي؛ داسې ځای چې ټول اختلافات  ختمیږي او مسلمانان د خداي  تعالی د عبادت او توحید لپاره له یو بل سره یو موټی کېږي.

امام خمیني (قدس سره) هم ټینګار کړی و چې حج د اسلامي امت لپاره د یووالي او ستر سیاسي او ټولنیز ې ویښېدا موسم دی.

ایکنانیوز  ـ د حج فلسفه څه ده او ولې مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه  په دغه ټاټوبی کې  غونډيږي ؟ دا سفر د حاجیانو پر روح او روان څه اغېز لري؟

ځواب ؛ مسلمانان له بېلابېلو سیمو  دغه ټآټوبی  ته ورغونډيږي،څو هغه فریضه ادا کړي چې خداي  تعالی پر ټولو واجبه کړې ده.

حج یو ستر سفر دی چې ډېر ژور مفهومونه لري او یو کلنی کنفرانس ګڼل کېږي چې مسلمانان پکې په یوې سپېڅلې خاورې کې سره  ټولېږي.

د حاجیانو پر روح او نفسیاتو د حج د اغېزو په اړه، کله چې هغوی خپلو هېوادونو ته بېرته ستنېږي، له  خداي  تعالی سره ئې اړیکه تر پخوا لا پیاوړې شوې وي.

د حج مناسک روح تغذیه کوي او د حاجیانو په زړونو او نفسیاتو او باطن  کې سکون او آرامتیا رامنځته کوي؛ همدارنګه حج مونږ ته ځانګړنې لکه تواضع، د مسئولیت احساس او نور ارزښتونه را زده کوي، چې حاجیان ئې د بیت‌الله الحرام د سفر پر مهال زده کوي.

ایکنانیوز  ـ د قربانۍ د اختر په ورځ د قربانۍ کولو او د هغې د غوښې د اړمنو ترمنځ د وېش فلسفه څه ده؟

 ځواب ؛ په حج کې قرباني د حج له واجباتو څخه ده، او قرباني باید له څارویو لکه پسونو، غواګانو یا اوښانو څخه وي.

د ذی‌الحجې د لسمې ورځې قرباني، له یوې خوا د کورنیو د معیشت د پراختیا او اسانتیا سبب کېږي، او له بلې خوا د هغو اړمنو او بېوځلو خلکو پر وړاندې د پاملرنې څرګندونه ده چې هېڅ وس او توان نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4354805

captcha