IQNA

د اهل سنت د جمعې امام؛له استکبار سره مبارزه د ملي یووالي په وسیله ممکنه ده

14:38 - May 30, 2026
د خبر لمبر: 3492844
ایکنا – د ایران د لوېدیځې سیمې، کرمانشاه د اهل سنت د جمعې  امام ، د رمضان له جنګ راهیسې د ایران د خلکو د یووالي ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د حکومت او وسله‌والو ځواکونو همغږي د ظالمانه بندیزونو په له مینځه وړلو او د ګډ  (ترکیبي) جنګ پای ته په  رسولو کې د ایران د ملت د استقامت نښه ده او دا ثابتوي چې د متحدو ملتونو لپاره د استکبار پر ضد مبارزه ممکنه ده.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله د راپور له مخې چې د ایرنا له خبري آژانس څخه ئې نقل کړی راغلي دي، د کرمانشاه د اهل سنتو د جمعې امام جمعه، ماموستا ملا عبدالرحمن مرادي، د دې اوونۍ د جمعې لمانځه په خطبو کې د ایران د ملي یووالي مخینې ته په اشارې سره وویل؛ دغه یووالی د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په کلونو کې لا پیاوړی شوی او دښمن ترې ډېره وېره لري.»

د کرمانشاه د اهل سنتو خطیب د خپلو خبرو په دوام کې د حج مناسکو ته په اشارې وویل؛ ابراهیمي حج د اسلامي نړۍ د ځواک، عظمت او یووالي څرګند انځور او د سلطه‌ګر نظام څخه د برائت او بېزارۍ پیغام دی، او د جمراتو ویشتل (رمي جمرات) د شرير شیطان پر ضد د تلپاتې مبارزې څرګندونه کوي.»

له بلې خوا، د ایران د لوېدیځ په پاوه ښار کې د اهل سنتو امام جمعه، ماموستا ملا قادر قادري، د امریکا د نقشو د ناکامۍ په اړه وویل؛امریکا، چې لوی شیطان بلل کېږي، د الهي او رحماني قدرت  په مقابل کې ناکامه شوه. د ایران دروند ملت ۹۰ شپې او ورځې د مقاومت او استقامت په ډګر کې ولاړ پاتې شو، او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ ځواکمنو وسله‌والو ځواکونو هم ۴۰ ورځې او شپې په صداقت او اخلاص سره د نظامي جتګ په ډګر کې مجاهدت وکړ.

https://www.irna.ir/news/86167151

captcha