IQNA

د جاکارتا سړکونه د میناب د شهیدانو د واقعې شاهدان شول

13:44 - May 31, 2026
د خبر لمبر: 3492849
ایکنا- د «شهیدو فرښتو» په نوم هنري ننداره، چې د میناب د ۱۶۸ شهیدو  واړو وادو زده‌کوونکو پر مظلومیت متمرکزه وه، په انډونیشیا کې ترسره شوه.

د ایکنا د راپور له مخې چې د اسلامي فرهنګ او اړیکو د ادارې  د عامه اړیکو له څانګې څخه ئې نقل کړی راغلی دي، په انډونیشیاا کې د ایران کلتوري استازولۍ د  اوسمهاله ټیکنالوژۍ په کارولو سره دا ځل د پخواني «شهر فرنګ» کیسه ویلو یاد تازه کړ او د هرمزګان ولایت د شهیدو کوچینو زده‌کوونکو د ژوند او شهادت کیسې ئې د یوه ګرځنده کانټینر په بڼه د جاکارتا ښار کوڅو او سړکونو ته راوړې.

په دې فرهنګي هڅې کې، چې د نړۍ د تر ټولو لوی اسلامي هېواد د بېلابېلو ټولنیزو پرګنو  پام ئې ځان ته واړاوه، د یوه کنټینر لرونکي ګاډي پر باډئ د هغو ایرانيو ماشومانو ځانګړي او اغېزشیندونکي انځورونه لګېدلي وو چې د «شجره طیبه» په ابتدائیه ښوونځي د امریکا د څو پړاوه بریدونو په ترڅ کې یې د شهادت لوړې مرتبې ته رسېدلي وو.

تر دې وړاندې هم د میناب د شهیدو زده‌کوونکو د یاد په مراسمو کې د انډونیشیا خلکو د بېلابېلو پروګرامونو له لارې، لکه د «الحسنه» ښوونیز مجتمع کې د ونو د لګولو مراسم او همدارنګه د «ګاډو پرته یکشنبې» په نامې سره د لاریون پر مهال د ښوونځي د بَستو یا کیفون  په انځورونو  ښکلي فرهنګي توکو وېشلو سره، له دغو شهیدانو سره خپله مینه، خواخوږي او درناوی څرګند کړی و.

https://iqna.ir/fa/news/4355077/

captcha