IQNA

د « قرآن حافظان؛ په ولایت ځان قربانونکي» په شعار د حافظانو دریمه غونډه جوړیږي

13:48 - June 01, 2026
د خبر لمبر: 3492850
ایکنا-دا غونډه د هغو پرله‌پسې پروګرامونو په دوام کې ترسره کېږي چې موخه ئې د حافظانو ترمینځ همغږي پیاوړې کول، د قرآني او انقلابي هویت پیاوړتیا او د حفظ قرآن د فعالانو د هڅو ستاینه ده.

 ایکنا د راپور له مخې،ا- د قرآن کریم د حافظانو دریمه غونډه د «حافظان قرآن؛ په  ولایت ځان قربانونکي؛ په شعار سره ، د یو شمېر استادانو او روزونکو په ګډون، د غبرګولي په ۱۲مه نېټه په تهران کې ترسره کېږي.

 د قرآن کریم د حافظانو دریمه غونډه به  د غبرګولې   د دولسمې نیټې د شپې په ۸:۳۰ بجو د تهران د فلسطین په  چوک یا میدان کې پیل شي. د دغه پروګرام جوړوونکو د عنکبوت سورې د ۶۹م آیت «وَالَّذِینَ جَاهَدُوا فِینَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا» په الهام سره د الهي لارې د جهاد پر اړتیا او د حافظانو پر رول، چې د الهي وحی د معارفو ساتنه کوي، ټینګار کړی دی.

دا غونډه د هغو پرله‌پسې پروګرامونو په دوام کې ترسره کېږي چې موخه ئې د حافظانو ترمینځ همغږي پیاوړې کول، د قرآني او انقلابي هویت پیاوړتیا او د حفظ قرآن د فعالانو د هڅو ستاینه ده.

د حافظانو دغه دریمه غونډه د قرآن کریم د حفظ د رهبرۍ کمیټې او د تهران د قرآن حافظانو د ټولنې په ملګرتیا سره  جوړېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4355204

captcha