
د ایکنا د راپور له مخې، چې د الکوثر نړیوال چینل له قوله ئې راخستی راغلي دي، د «إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا» د نولسمې نړیوالې قرآني سیالۍ وروستۍ مرحله له یوه ناڅاپي ځنډ وروسته د عید سعید غدیر خم په شپه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
دغه سیالي د تېر کال د روژې په مبارکې میاشت کې روانه وه، خو د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت د وحشیانه تېري او له هغه څخه رامینځته شوو ځانګړو شرایطو له امله ودرول شوه.
په هغه وخت کې د اسلام دښمنانو د نړیوالو قوانینو او اصولو په ښکاره خلاف ورزئ سره پر عمومی سیمو، او د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلوېژن د ادارې پر ځینو ودانیو بریدونه وکړل، چې له امله ئې د دې قرآني پروګرام خپرونه ودرېده.
الکوثر چینل د خپلو لیدونکو او د دې دورې له ګډونوالو څخه د همکارۍ او صبر له امله مننه کړې او د قرآن کریم له ټولو مینهوالو، په ځانګړې توګه د وروستۍ مرحلې له سیالانو څخه ئې د رامنځته شوي ځنډ له امله بخښنه غوښتې ده. د چینل مسئولانو هیله څرګنده کړې چې د الله تعالی په مرسته به اسلامي امت د اسلام پر دښمنانو بریا ترلاسه کړي او اسلامي خاورې به په بشپړه توګه آزادې شي
د سیالۍ د تنظیموونکو د اعلان له مخې، د روژې مبارکې میاشتې د لومړیو لسو شپو د ګډونوالو د پایلو له ارزونې وروسته، له پنځو بېلابېلو هېوادونو څخه پنځه غوره قاریان، چې تر ټولو لوړې نمرې ئې ترلاسه کړې دي، وروستۍ مرحلې ته ټاکل شوي دي.
دغه قاریان به په یوه ژوندۍ ټیلوېزیوني سیالۍ کې د «إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا» د نولسم پړاو د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره د قرآن کریم تلاوت او سیالي وکړي.
د دغې سیالۍ وروستۍ مرحله به د غبرګولي په ۱۳ ، چې د عید سعید غدیر خم له شپې سره برابره ده، د ماښام له ۸:۳۰ څخه تر ۱۰:۳۰ بجو پورې په ژوندۍ بڼه د الکوثر له شبکې خپره شي.
«إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا» سیالي په تېرو کلونو کې د اسلامي نړۍ د رسنیو له مهمو قرآني پروګرامونو څخه ګڼل شوې ده او د بېلابېلو هېوادونو د قرآني استعدادونو د معرفي کولو لپاره یې مناسب فرصت برابر کړی دی. دغه پروګرام تل د قرآن کریم د مینهوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4355381