IQNA

د ایران د نړیوالو قرآني سیالیو د ترسره کونکې کمیټې د مشر ټاکنه

6:45 - June 03, 2026
د خبر لمبر: 3492862
ایکنا- د اوقافو او خیریه چارو د سازمان د مشر  حجت‌الاسلام نوري‌زاده په حکم د ایران د قرآن کریم د ۴۲  او ۴۳  نړیوالې سیالیو د ترسره کونکې کمیټې  د مشر په توګه وټاکل شو.

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د ۱۴۰۵ کال لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اهمیت په پام کې نیولو سره، چې د اسلامي نړۍ له سترو قرآني پېښو څخه شمېرل کېږي،د اوقافو او خیریه چارو د  ادارې  دمشر حجت‌الاسلام والمسلمین سید مهدي خاموشي په یوه حکم کې د دغې ادارې  د قرآني چارو د مرکز مشر  حجت‌الاسلام سید ناصرالدین نوري‌زاده، د قرآن کریم د ۴۲  او ۴۳  نړیوالو سیالیو د ترسره کولو د کمیټې  د مشر په توګه وټاکه.

په دې حکم کې د امت د شهید رهبر او د رمضان جنګ  د شهیدانو د یاد او خاطرې د ژوندي ساتلو پر اړتیا ټینګار شوی او راغلي دي چې د دارالانشاء (دبیرخانې) په فعالولو، د شته امکاناتو او ظرفیتونو په بشپړ کارولو، د  ادارې د مرستیالانو او مدیرانو په هر اړخیزې ملګرتیا، د هېواد د نورو اجرائیوي ادارو له ظرفیتونو څخه په مناسبې استفادې، د لګښتونو په سپما او دقیقې برنامې جوړونې سره باید د دغو سیالیو د هر څه غوره ترسره کېدو لپاره لازم اقدامات وشي.

انتصاب رئیس ستاد برگزاری مسابقات بین‌المللی قرآن کریم

https://iqna.ir/fa/news/4355539

captcha