IQNA

ملایشیا په ۲۰۲۶ کال کې د اسلامي اقتصاد مخکښ  هېواد

16:19 - June 07, 2026
د خبر لمبر: 3492874
ایکنا ـ  ملایشیا هیواد  د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ کلونو د نړیوال اسلامي اقتصاد د وضعیت (SGIE) په وروستي راپور کې لومړی مقام خپل کړی دی. دا بریا د حلال تجارت، اسلامي مالي چارو او د حلال تصدیق د پیاوړي نظام له امله ترلاسه شوې ده.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د  بیزینس ټوډې» له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د دینار سټنډرډ راپور ښئي چې ملایشیا د حلال خوړو، اسلامي مالي خدماتو، حلال درملو او حلال آرایشي محصولاتو په برخو کې هم لومړی مقام خپل کړی دی.

ملایشیا د رسنیو او تفریح په برخې کې دویم او د مسلمانانو لپاره د مناسبو سفرونو او اسلامي حجاب لرونکو جامو په برخې کې څلورم مقام لري. دغه هېواد د راپور په ټولو شپږو ارزول شویو برخو کې د نړۍ د څلورو مخکښو هېوادونو له ډلې څخه دی.

په نړیواله کچه، د اسلامي اقتصاد په شپږو مهمو برخو کې د مسلمان مصرفوونکو لګښتونه په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۶ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي دي. اټکل کېږي چې دا کچه به تر ۲۰۲۹ کال پورې ۳.۵۶ ټریلیون ډالرو ته لوړه شي، چې د کلني مرکب ودې ۶.۵ سلنه کچه څرګندوي.

حلال خواړه او مشروبات لا هم تر ټولو ستره برخه ده او تېر کال ئې د مصرفوونکو له ټول لګښت څخه ۱.۵۳ ټریلیون ډالر ځانته ځانګړي کړي وو.

د ملایشیا د حلال تجارت فعالیت هم پیاوړی شوی او د اسلامي ملګرتیا موسیسې (OIC) د لسو سترو حلال واردوونکو هېوادونو په مینځ کې ئې د وارداتو تر ټولو لوړه وده ثبت کړې ده. د دې وارداتو ارزښت ۳۰.۶۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلی او د تېر کال په پرتله ۱۲.۴۱ سلنه زیاتوالی ښئي.

د اسلامي مالي شتمنیو ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې ۵.۹۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی او وړاندوینه کېږي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې به ۹.۷۲ ټریلیون ډالرو ته لوړ شي.

د دینار سټنډرډ د تحلیل له مخې، چې له ۸۶ میلیونو څخه د زیاتو ټولنیزو رسنیو تعاملاتو پر بنسټ ترسره شوی، مسلمان مصرفوونکي ورځ تر بلې له اخلاقي، سیمه‌ییزو او بدیلو برانډونو څخه ملاتړ کوي. دا چاره ښئي چې د ارزښتونو پر بنسټ د پېرلو چلند د لومړنیوبندیزي خوځښتونو له پای ته رسېدو وروسته هم دوام لري.

په راپور کې د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس )پر بنسټ د حلال تصدیق، د بلاک‌چېن له لارې د تعقیب وړتیا، ډیجیټلي اسلامي مالي خدمات، حلال درمل، پاک لیبل لرونکي آرایشي محصولات او د اسلامي موضوعاتو لرونکې رسنۍ او تفریحي صنعتونه د نوو فرصتونو په توګه یاد شوي دي.

په دغه درجه‌بندۍ کې متحده عربي امارات دویم، سعودي عربستان درېیم، انډونیشیا څلورم او بحرین پنځم مقام خپل کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4356580

captcha