IQNA

د شهید رهبر د جنازې او تدفین دستورې د محرم له لومړۍ لسیزې وروسته ترسره کېږي

14:14 - June 09, 2026
د خبر لمبر: 3492881
ایکنا- د «شهید مجاهد امام خامنه اي  د وینې‌تویېدو د عروج د لمانځنې کمیټې» په دویمې خبرتیا کې راغلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سیرت په پام کې په نیولو سره، چې د حضرت امام حسین (ع) د ماتم او عزادارۍ ځانګړی اهمیت ئې درلود، او همدارنګه د محرم د دغو شپو ورځو د عزاداریو اهمیت ته په کتو سره چې د ایران او نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي، د هغه ستر شخصیت د   خداي په آمانۍ، جنازې او  د تدفین مراسم به د محرم له لومړۍ لسیزې وروسته او د مسؤلو ادارو او ولسي ډلو د وروستیو همغږیو له بشپړېدو وروسته ترسره شي.

  ایکنا  نیوز د شهید رهبر د آثارو د حفظ او  نشر د څانګې له قوله راپور راکړ، د حضرت آیت‌الله العظمی شهید امام خامنه‌ای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د اطلاع‌رسونې مرکز د یاد کمیټې  د دویمې خبرتیا متن خپور کړی دی  چې په دې ډول دی !

د لوی او مهربان خدای په نوم

د شهید مجاهد امام، حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای (قدس الله نفسه الزکیه)، او د اسلامي انقلاب د رهبر د کورنۍ د شهیدانو د  خداي په آمانئ، جنازې او تدفین د مراسمو لپاره د پراخو چمتووالو  او پلانونو له ترسره کېدو سره، خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د هېواد  په داخل  او بهرنیو رسنیو کې د دغو مراسمو د وخت او جزئیاتو په اړه خپرې شوي اټکلونه او آوازې، چې د دې سترې پېښې د ګډونوالو او مینه‌والو لپاره ئې ابهام رامنځته کړی، هېڅ اعتبار نه لري.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سیرت او دود په پام کې په نیولو سره، چې د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) د عزادارۍ پر ترسره کولو ئې ځانګړی ټینګار درلود، او د محرم د دغو شپو ورځو د  ویر او ماتم د دستورو د اهمیت له امله چې د ایران او نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي، د هغه بې‌ساري شخصیت د مخه‌ښې، جنازې او تدفین مراسم به د محرم د لومړۍ لسیزې له پای ته رسېدو وروسته او د مسؤلو ادارو او ولسي ډلو ترمنځ د وروستیو همغږیو له بشپړېدو وروسته، د عزادارو خلکو د مناسب خدمت لپاره ترسره شي.

 د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د آثارو د حفظ او نشر دفتر

۱۹ خرداد ۱۴۰۵

https://iqna.ir/fa/news/4357183/  

captcha