IQNA

د نیویارک مسلمان ښاروال د نړیوال جام د کوربتوب پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې(فیلم)

16:40 - June 09, 2026
د خبر لمبر: 3492885
ایکنا- د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال په یولړ څرګندونو کې په زغرده ووئیل؛ نړیوال جام باید د ټولې نړۍ لپاره د خوښۍ او جشن یوه موقع وي، خو مونږ په دې ورزشي سیالۍ کې د دې برعکس حالت وینو.

ایکنانیوز د امریکا مسلمان ښاروال،Zohran Mamdani په خپلو څرګندونو کې د خپل هېواد له خوا د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د الجزیرې له قوله خپور شوی، زهران ممداني د امریکا حکومت د نړیوال جام د مدیریت، د سفر محدودیتونو او د لوبډلو او نورو کسانو د ویزو د غوښتنلیکونو د ردولو له امله تر نیوکو لاندې راوست.

هغه وویل: «نړیوال جام باید د ټولې نړۍ لپاره د خوښۍ او جشن یوه موقع وي، خو موږ په دې ورزشي سیالۍ کې د دې برعکس حالت وینو.»

https://iqna.ir/fa/news/4357076 

captcha