IQNA

د حزب الله د شهید مبارز مېرمن: د لبنان ملت په ایمان او هیلې ولاړ دی

15:19 - June 23, 2026
د خبر لمبر: 3492949
ایکنا- میرمن حورا یاسین باور لري چې مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې مونږ ته ئې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. د لبنان سرښندونکې کورنۍ  اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ بېلګې دي؛ ځکه چې دوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. همدا د ایمان قدرت  دی چې مونږ ته ئې د مصیبتونو پر وړاندې د صبر توان راکړی، څو د خدای تعالی په مرسته او امید سره د مقاومت میراث ژوندی وساتو.

 ایکنانیوز  راپور راکوي، حورا یاسین، چې د الکوثر نړیوال چینل یوه رسنیزه څېره او د لبنان د حزب الله غورځنګ د شهید مبارز محمدباقر علي کرکي مېرمن ده، له ایکنا سره په مرکې کې د کورنۍ د ټینګښت لپاره د رسنیو د رول، د شهیدانو په کورنیو کې د ژوند تجروبې، د صهیونیستي رژیم د یرغلونو پر وړاندې د لبنان د خلکو د زغم او د لبنان په ټولنې کې د مقاومت د مقام په اړه خپلې لیدلوري بیان کړل.

ایکنانیوز له دوي پوښټتنه وکړه چې  تاسې په  الکوثر نړیوال چینل کې  د «قهوې پیاله» نومې پروګرام له لارې د کورنۍ او ټولنې پر موضوعاتو خبرې کوئ. ستاسو په اند، په داسې شرایطو کې چې سیمه له ګڼو بحرانونو او جنګونو سره مخ ده، رسنۍ د امید ساتلو او د کورنیو د پیاوړتیا لپاره څه رول لري؟

نو میرمن حورا  په ځواب کې ووئيل؛ نن سبا  رسنیو زمونږ د ژوند ډېره برخه په برَ کې  نیولې ده او نږدې د معلوماتو او خبرونو د ترلاسه کولو له اساسي وسیلو څخه ګرځېدلې دي. د همدې اهمیت له امله دښمنان هڅه کوي چې د رسنیو له لارې د مقاومت ملاتړو چاپېریالونو ته زیان ورسوي، د هغوی مورال  او حوصله کمزوری کړي او د هغوی ترمینځ بې‌باوري او لړزانتیا رامنځته کړي.

له همدې امله، د رسنیزو فعالیتونو پراخول، د هغوی د کچې لوړول او په سمه توګه ورته لارښوونه کول، د مقاومت د ځواکونو او د هغوی د خلکو ترمنځ د یووالي او پیوستون په پیاوړتیا کې مهم رول لري. همدارنګه رسنۍ کولای شي حقیقت روښانه کړي او د دروغجنو روایتونو او د دښمنو رسنیو تبلیغات بې‌اغېزې کړي.

 هغې په دوام کې ووئيل، اوس  زمونږ دنده دا ده چې د پوځي  وسلې ترڅنګ له دغې رسنیزې وسلې څخه هم د اسلامي امت د قضیو د خدمت لپاره ګټه پورته کړو، څو د نړۍ عامه افکار حقیقت هماغسې وویني لکه څنګه چې دی.

همسر رزمنده شهید حزب الله: ملت لبنان با ایمان و امید ایستاده است 

 له هغې دغه راز بیا پوښتنه وشوه چې  د شهید کرکي کورنۍ په لبنان کې د مقاومت له پېژندل شویو کورنیو څخه ده. په داسې کورنۍ کې ژوند کول د ننني نسل لپاره کوم مسئولیتونه او پیغامونه لري؟ نو هغې په ځواب کې ووئيل،مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې موږ ته یې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. زمونږ سرښندونکې کورنۍ اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ انځورونه دي؛ ځکه چې هغوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. زمونږ صبر او استقامت د همدې ارزښتناک میراث په ساتنې کې مرسته کوي.

د ایکنانیوز خبریال بیا ورځیني وپوښتل چې  د لبنان خلکو په وروستیو کلونو کې له جګړو رانیولې تر اقتصادي ستونزو پورې ډېرې سختۍ ګاللې دي. ستاسو په اند، د لبنان د ټولنې د دې بې‌ساري زغم او استقامت راز څه دی؟نو دغې مجاهدې میرمنې په ځواب کې ووئيل؛  د دې ټول زغم او مقاومت اصلي راز، په خدای تعالی له ایمان او د هغه د ارادې له  منلو وروسته، د امام حسین(ع) په مکتب کې نغښتی دی.

همدارنګه د هغو کسانو رول هم مهم دی چې مونږ ئې د مقاومت په چاپېریال کې وروزلو؛ زما مطلب ستر شهید سید حسن نصرالله دی، چې زمونږ لپاره تر ټولو غوره ملګری او ملاتړی و، او همدارنګه د هغه  ملګري چې د دغه سرښندونکي ولس وفادار بچیان دي.

 هغې زیاته کې ،مونږ د یوې داسې ونې په څېر یو چې ریښې ئې په ځمکې کې ټینګې دي او څانګې ئې اسمان ته رسېدلې دي. زمونږ شهیدان د عزت او سرفرازۍ د ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره د سیالۍ په حال کې دي. او د ا زمونږ لپاره لوي ویاړ او زده کونکی درس دی.

https://iqna.ir/fa/news/4359522

captcha