یونیسف ادارې په دغه خپاره کړی شوي اعلامیې کې د «هانیه» په نوم د یوې ماشومې بېلګه یاده کړې چې د خوارځواکۍ له امله کمزورې شوې وه، خو د درملیزو خوړو له کارونې وروسته ئې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.
دغه بنسټ وایي، د اروپائي ټولنې په مالي ملاتړ زرګونه خوارځواکي ماشومان د درملنې او تغذیې له مرستو برخمن شوي دي.
یونیسف ادارې په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی چې خوارځواکي لا هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او بېوزلي، د خوړو کمښت او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی یې مهم لاملونه دي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i174412