د ایکنا د راپور له مخې، چې د Yeni Akit له قوله خپور شوی راغلي دي ، د دغه تاریخي جومات د بیارغونې پروژه، چې له ۲۰۰۵ کال راهیسې د بنسټونو د عمومي ادارې له خوا په دوامداره توګه پر مخ وړل کېدله، په ۲۰۲۵ کال کې بشپړه شوه. په پای کې د تېرې جمعې، د چنګاښ د ۵ نېټې په ورځ، د ټولو وروستیو چارو تر بشپړېدو وروسته، جومات د جمعې د لمانځه په ادا کولو سره، چې د ګوموشخانه د ولایت مفتي خیري ارنا یې امامت وکړ، په رسمي توګه بېرته پرانیستل شو.

خیري ارنا په خپلو خبرو کې وویل:تاریخي اسناد ښئي چې د دې جومات مخینه نږدې زر کاله پخوانۍ ده. دا ودانۍ د سلجوقي معمارۍ د دودونو یوه مهمه بېلګه ده او تر ډېره یې خپله اصلي بڼه ساتلې ده.»
هغه زیاته کړه، دا جومات تر نن ورځې پورې پرته له دې چې خپل اصالت له لاسه ورکړي، خوندي پاتې شوی دی.

ارنا وویل:دا ودانۍ پر یوه مربع ډوله نقشه جوړه شوې او د سلجوقي او دانشمندي معمارۍ له مهمو استازو څخه شمېرل کېږي. تر ۱۹۱۴ کال پورې په کې په منظم ډول عبادت کېده، خو له هغې وروسته د بېلابېلو لاملونو له امله وتړل شوه.»
د ګوموشخانه مفتي ټینګار وکړ چې د جومات د بیارغونې چارې د ودانۍ د اصلي نقشې او تاریخي هویت په بشپړ رعایت سره ترسره شوی دی.
خیري ارنا د کوچوک جومات د بېرته پرانیستل کېدو اهمیت ته په اشارې وویل، دا جومات له یوې پېړۍ څخه ډېر وخت غیرفعال پاتې شوی و او اوس به یې بېرته پرانیستل د سیمهییزې ټولنې لپاره د عبادت د ځای په توګه خپل رول ژوندی کړي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل:انشاءالله، له دې وروسته به دلته د جماعت لمونځونه او پنځه وخته لمونځونه په منظم ډول ادا کېږي. موږ دا عبادتځای، چې د اوږدې مودې لپاره له پامه غورځول شوی و، د جماعت د لمانځه په بیا پیلولو سره بېرته راژوندی کړ او د سیمې د خلکو ترمنځ مو یووالی نور هم پیاوړی کړ. الله تعالی دې له ټولو هغو کسانو راضي شي چې په دې کار کې یې ونډه اخیستې ده.»

https://iqna.ir/fa/news/4360611